ترکیه،‌ یونان او اندونیزیا کې افغان کډوالو له 'جنس‍ي پلوه ځورول کېږي'

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان حکومت په ترکیه، یونان او اندونیزیا کې د افغان کډوالو پر بد وضعیت اندېښنه ښوولې.

د افغانستان د کډوالو چارو وزیر چې تازه له ترکیې کابل ته ستون شوی ویلي؛ یو شمېر کډوال په دغو هېوادونوکې له جنسي پلوه ځورول کېږي.

حکومت په پام کې لري د کډوالو ستونزو د هوارولو لپاره ډېر ژر دغو درېیو هېوادونو ته د کډوالو ځانګړې آتشه واستوي

.

سید حسین عالمي بلخي د شنبې په ورځ‌ (وږی ۲۴مه) یوې خبري غونډې ته وویل، دغه درې هېوادونه اویا نورو هېوادونو ته د ډېری افغان کډوالو ټرانزیټي تګلوری ګڼل کېږي:

"په یونان، اندونیزیا او ترکیه کې زموږ د کډوالو وضعیت تر بل هرځای ډېر بد دی. یعنې دغو درېیو ترانزیت هېوادونو کې زموږ کډوال په وضعیت کې دي. کله ناکله د بېلګې په توګه اخلاقي مسایل پېښېږي او داسې خبرې اورو چې زه مناسب نه بولم په زغرده یې یادونه وکړم. په ټرانزیټ هېوادونو او په تېره بیا د یونان په جزیرو کې د کډوالو جنسي ځورونه او نورې ستونزې شته."

ښاغلي بلخي وویل،‌ هڅه یې دا ده چې د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره په دې درېیو هېوادونو کې د کډوالو ځانګړې اتشه جوړه کړي. اوس افغانستان ایران او پاکستان کې د کډوالو اتشه لري.

د کډوالو چارو وزیر وویل، ترکیه او یونان کې د افغان کډوالو اتشه غوره شوې چې د کوربه هېوادونو تایید ته په انتظار دي چې خپل کار پیل کړي.

ترکیه کې ۱۷۰ زره افغان کډوال

د شمېرو له مخې،‌ ترکیه کې ۱۷۰ زره افغان کډوال دي چې دېرش زره یې د اوسېدو قوانین لري، ۲۴ زره یې د لنډې مودې د اوسېدو اسناد لري او څلور زره بیا د تحصیل او زدکړو لپاره تللي.

ښاغلي بلخي زیاته کړه،‌ تر دې وروسته به ترکیه به زور کډوال نه وباسي او دوی به په خپله خوښه افغانستان ته ستنېږي.

د کډوالو چارو وزارت یونان او اندونیزیا کې د افغان کډوالو کره شمېر نه لري.

له اروپا د کډوالو د ایستلو کمېدل

د افغانستان د کډوالو چارو وزیر وویل، له اروپايي هېوادونو د افغان کډوالو ایستل کم شوي، چې یوازې روان میلادي کال کې تر اوسه ۵۲۰ کسان له اروپايي هېوادونو افغانستان ته ستنول شوي چې دا شمېر تېر کال ۷۸۰ او په ۲۰۱۶ کال کې بیا ۵۸۰ و.

د شمېرو له مخې،‌ کابو ۱۵۰۰ کسان له اروپايي هېوادونو په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي.

ده وویل،‌ جرمني ژمنه کړې یوازې هغه افغان کډوال به په زور وباسي چې جرم ولري.

ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت ښه کېدل

د کډوالو چارو وزر په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت ښه کېدو په اړه وویل، هلته د کډوالو وضعیت ښه شوی.

دده په وینا، ایراني ښوونځیو کې نژدې ۸۰ زره افغان ماشومانو ته د زدکړو زمینه برابره شوې او پاکستان کې د افغان کډوالو د کډوالۍ د اسنادو ثبتېدل هم پیل شوي دي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت په وینا، په ایران کې ۹۵۰ زره کډاول د کډوالۍ اسناد لري چې ۴۵۰ زره یې د لنډې مودې لپاره پاسپورټونه لري، ۸۰۰ زره هغه دي چې اسناد نه لري.

دغه وزارت وايي، پاکستان کې ۱٫۴ میلین کډوال د کډوالۍ کارتونه لري، او د ۷۰۰ زرو کډوالو له ډلې شاوخوا ۴۰۰ زره یې د کډوالۍ اسناد نه لري.