د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ایراني مشرتابه د منځني ختیځ لر او بر کې د 'وژنو،ګډوډیو او ورانکاري ' تخم کرلو تور پورې کړی.
نوموړي د ملګرونو ملتونو عمومي اسمبلۍ کې د وینا پر مهال له ایران سره د اتومي هوکړې له منځه وړلو په تړاو د خپلې پرېکړې دفاع کړې.
هغه دغه راز خپله اداره د امریکا په تاریخ کې تر ټولو کامیابه وبلله. د هغه دغو څرګندونو ته که څه هم په ځواب کې ګډونوالو وخندل، خو ښاغلي ټرمپ هم په خندا ورغبرګه کړه
:
''د دغسې غبرګون تمه نه وه. ''
هغه ټینګار کاوه، چې متحده ایالتونه د تېر پرتله ډېر 'خوندي، شتمن او پیاوړی ' هېواد دی. ښاغلي ټرمپ دغه راز له شمالي کوریا سره د خپل هېواد ښو اړیکو وده او له چین سره سوداګرۍ کې سخت دریځ وستایل.
د ډونلډ ټرمپ د خبرو یوه مهمه موضوع په نړۍ کې د خپلې تګلارې تعقیب په تړاو د امریکا پر حق خبرې وې:
''زه په دغه تالار کې د شته هر ملت د حق درناوی کوم، چې خپله تګلاره تعقیب کړي او د امریکا متحده ایالتونه به تاسې ته و نه وايي، چې څنګه ژوند وکړئ، کار وکړئ او یا عبادت وکړئ. موږ بدل کې یوازې خپل ملي حاکمیت ته د درناوي غوښتنه کوو. ''
ښاغلي ټرمپ د ایراني مشرتابه په اړه وویل:
''دوی خپلو ګاونډیانو ته درناوی نه کوي، نه پولو ته درناوي کوي او نه هم د نورو هېوادونو ملي حاکمیت ته درناوی کوي، بلکې ایراني مشرانو د ځان لپاره او په ټول منځني ختیځ او له هغې سیمې ورهاوخوا د زور زیاتي خپرولو لپاره د خپل هېواد وسایل لوټ کړل. ''
پر ایران بېرته د بندیزونو لګولو په تړاو ښاغلي ټرمپ ټینګار کاوه، چې په وینا یې د منځني ختیځ نورو هېوادونو ستایلي دي.
دغه هوکړه، چې د باراک اوباما ولسمشرۍ پر مهال پرې بحثونه شوي وو، بندیزونو کې د نرمښت بدل کې یې ایران خپل ناندریز اتومي پروګرام محدوداوه.
ولسمشر ټرمپ دغه راز په خپلو خبرو کې د شمالي کوریا یادونه وکړه او ادعا یې وکړه، چې سنګاپور کې د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره یې د لیدنې پایله کې داسې بدلونونه راغلل، چې په وینا یې یوازې څو میاشتې مخکې یې تصور هم نه شوای کېدای.Image caption
ډونلډ ټرمپ وايي، د شمالي کوریا راکټونو او توغندیو هر لور ته الوتل په ټپه ودرېدل او شمالي کوریا خپلې اتومي ازموینې پرېښودې.
ښاغلي ټرمپ هند د دې لپاره وستایه، چې په وینا یې میلیونونه خلک یې له بیوزلۍ راوایستل او په متوسط قشر بدل شول، د سعودي عربستان د 'نویو زړورو ' اصلاحاتو ستاینه یې وکړه اسراییل یې د یوې 'په زړه پورې ولسواکۍ ' په توګه یاد کړ او دغه راز یې پولنډ داسې هېواد وباله چې د خپل ملي حاکمیت لپاره یې غږ پورته کړ.