منظور پښتین: موږ هېڅ کله د کرکې خبره نه ده کړې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پښتون ژغورنې غورځنګ بنسټګر منظور پښتین د پنجاب ایالتي حکومت د یو ناندریز اعلان په ځواب کې ویلي، دوی کله هم په فرقه ييزه کرکې نه خبره کړې او نه يې هم اراده لري، بلکې د پاکستان واکمنو تل پښتنو ته د ترهګرو، څوکیدارانو او کرکه خورونکو نومونه ورکړي.

دوې ورځې وړاندې د پنجاب د ایالتي حکومت له لوري یو وډيويي اعلان خپور شوی، چې پکې يې د محرم د امنیت په تړاو خلکو ته پوهاوی ورکاوه.

د دې ویدیو کلپ په یوه برخه کې ویل شوي وو چې "هغو خلکو ته غوږ مه نیسئ چې کرکه خوروي

 "

له همدې جملې سره په اعلان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین تصویر ښودل شوی و.

پر خواله رسنیو تر سخت غبرګون وروسته که څه هم د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودري وویل چې دغه اعلان يې سمدستي لرې کړ، خو غورځنګ وايي، د دې پېښې پلټنه دې وشي.

د شاوخوا دېرش ثانیو په دې وډيويي اعلان کې د پنجاب حکومت له خلکو غوښتنه کړې وه، چې د کرکې خوروونکو ویناو، د وسلې پر ګرځولو او د لاوډ سپیکر پر ناسم کارولو دې شکایت وکړي او د پولیسو پر ۱۵ شمېره زنګ ووهي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو بل مشر محسن داوړ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، "حیران شوم، چې د پنجاب د ایالتي حکومت دغه اعلان مې وليد، چې يې د ترهګرۍ ځپلي سوله ييزه مبارزه کوونکي ترهګر ښکاره کړي "

د دې په ځواب کې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودري لیکلي، "کله چې په دې اعلان خبر شوم نو سمدستي مو له خپرولو بند کړ او ټولو رسنیو ته مو ویلي، چې دغه اعلان دي نور نه خپروي ".

له بي بي سي سره خبرو کې د غورځنګ بنسټګر منظور پښتين وویل، د پاکستان استخبارات خپله په فرقه ييزه پېښو کې لاس لري او پر ځای د دې چې ذمه واره کسان ښکاره کړي، د غورځنګ غړي او عام پښتانه يې هدف کړي.

ښاغلی پښتین وایي، "زموږ د حقونو تر غوښتنې وروسته اوس دوی همداسې رانه بدله اخلي ".

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر تور پورې کوي، چې د پاکستان واکمنو له مودې راهیسې له پښتنو سره دښمني ده او په هیڅ صورت يې نه پرېږدي. ؛د دوی د پښتانه له وېښتو، ږېرې، جامې او شکل سره دوښمني ده او نه يې پرېږدي؛.