شاه محمود قریشي د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په توګه خپل لومړنی بهرنی سفر له کابله پیل کړ.

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له افغان لوري سره په کومو مسایلو خبرې کړي؟

 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په کابل کې د ولسمشر محمد اشرف غني سره په لیدنه کې په سیمه کې د ترورېزم سره په ګډې مبارزې او د افغانستان او پاکستان د عمل پلان پر بشپړ عملي کېدو بحث او خبرې کړې دي.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د يادو موضوعاتو ترڅنګ دواړو لوریو د افغانانو په مشرۍ د سولې په بهیر او په افغانستان کې د امنیت په ټینګښت هم خبرې وکړې.

نوموړي وویل

:

"په دغه لیدنه کې په مختلفو موضوعاتو لکه په امنیت، د سیمې په سولې او ثبات، د ترورېزم په وړاندې په ګډې مبارزې او د عمل پلان په پلي کېدو د نظر تبادله وکړه، دواړو لوریو د عمل پلان د افغانستان او پاکستان لپاره ګټور وباله او پر عملي کېدو یې ټینګار وکړ."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل بیا ویلي چې له کابله د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د ښاغلي قریشي د بهرني سفر پیل په سیمه او افغانستان کې د امن لپاره د پاکستان د لېوالتیا ښکارندويي کوي.

ده په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې کامیاب پیل به په راتلونکي کې د سولې د خبرو او د دواړو هېوادونو تر منځ د ښو اړیکو جوړېدو لامل وګرځي.

په ورته وخت کې ځيني پاکستاني رسنیو لیکلي چې کابل ته د پاکستان د دغه پلاوي تر سفر مخکې د پاکستان لوړپوړي چارواکي د صدراعظم عمران خان په مشرۍ، په یوه غونډه کې چې د هغه هېواد د پوځ او ای اېس ای مشران هم پکې وو، له افغانستان سره د اړیکو او د سولې د خبرو پر موضوع غېږېدلي دي.

جیو نیوز د ځينو سرچینو په حواله لیکلي چې د دواړو هېوادونو تر منځ به د سولې او عمل پر پلان، د پولې په مدیریت، په سوداګریزو اړیکو او په جلال اباد کې د پاکستان د قونسلګرۍ د بندېدو په ستونزو هم خبرې وشي.

جیو نیوز دا هم لیکلي چې شاه محمود قریشي به افغان ولسمشر ته د پاکستان د صدراعظم له خوا هغه هېواد ته د سفر بلنه هم ورکړي.

ولسمشر غني په وروستي ځل په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د افغانستان په اړه د اسیا زړه په کنفرانس کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته تللی و.

خو تر هغې وروسته چې د افغان حکومت په خبره پاکستان افغانستان سره په خپلو ژمنو کې رښتینی پاتې نه شو، د دغه هېواد مشرانو هم د بیا بیا بلنو سره سره هغه هېواد له سفره ډده وکړه.

خو د افغانستان د مشرانو جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون وايي، د افغانستان او د پاکستان د نوي حکومت تر منځ د خبرو اترو د تازه فصل په پرانیستل کېدو او د پاکستان او امریکا دریځونو ته په کتو سره تمه ده چې د کابل او اسلام اباد تر منځ ترینګلي اړیکې بېرته روغې شي.

"تر هغه ځایه چې مونږ معلومات لرو، امریکا پر پاکستان فشارونه راولي او له بل لوري د پاکستان نوي حکومت د افغانستان په اړه د ښه نیت ویلي، نو مونږ هیله مند یوو چې د دغې کار لپاره به دا سفر ان شالله ډېر ښه وي او ورسره به اړیکې ښې شي."

دی وايي، د افغانستان او پاکستان تر منځ شته ستونزې په تاوتریخوالي نه بلکې په خبرو هوارېږي.

د ښاغلي رحماني په خبره، افغانستان باید د خبرو اترو له رامنځته شوي فرصته بشپړه استفاده وکړي او هم پر پاکستان نړیوال فشارونه تعقیب کړي.