"د امریکا د ستراتیژۍ موخه افغان ټیکاو او اسیا کې امن دی"

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

افغان ولسمشر له امریکايي رسنۍ وایس نیوز سره مرکه کې د افغانستان او سویلي اسیا لپاره د امریکا د ستراتیژۍ پایلو ته هیله من دی او زیاتوي د همدې ستراتیژۍ په رڼا کې دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې سوله تر بل هر وخت ډیره ممکنه ده.

"د لومړي ځل لپاره تر بل هر وخت سوله اوس ډیر ممکنه ده".

افغان ولسمشر وايي د ستراتیژۍ هدف په افغانستان کې د جګړې دوام نه بلکې په افغانستان کې ټیکاو او په اسیا کې امن دی.

"د ولسمشر ټرمپ د ستراتیژۍ هدف د جګړې اوږدول نه دي. هدف یې دا دی چې افغانستان کې ټیکاو راولي او د اسیا امنیت خوندي شي".

ډونلډ ټرمپ د تېر کال اګسټ کې د افغانستان او سوېلي اسیا لپاره خپله ستراتیژي اعلان کړه.

د دې ستراتیژۍ له مخې افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر څو زره نور هم ډېر شو.

طالبانو ته ونډه

د یوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي غني ویلي وړاندیز کوي چې تیرې ناخوالې یوې خواته کړل شي او پرمختګ وشي:

" په بدل کې به طالبان مشروعیت، په حکومت کې ونډه او جګړه پای ومومي".

ښاغلی غني وايي د دې ستراتیژۍ لویه برخه د پوځي ځواک کارول نه دي او دی هیله لري چې د امریکا او افغانستان ګډ منافع د دې ستراتیژۍ په رڼا کې خوندي شي.

 

ښاغلي غني خبر داری ور کړی که افغان حکومت له پښو لویږي نو افغانستان به یو ځل بیا د نړیوالۍ ترهګرۍ په مرکز بدل شي.

"د ځواک کارول د دې ستراتیژۍ لویه برخه نه ده، زه هیله لرم چې ګډ منافع خوندي شي. که افغانستان له ماتې سره مخامخ شي نو نړیوالې ترهګرۍ ته به ډګر خالي شي او له دې ځای به فعالیت کوي".

امریکایان څه وايي؟

په افغانستان کې امریکايي پوځي چارواکي هم د امریکا د اوسنۍ ستراتیژۍ په اړه مثبت نظر لري او زیاتوي چې دغه ستراتیژي تر دې دمه ښې پایلې لري.

په افغانستان د غوڅ ملاتړ ځواک مخکني مشر جنرال جان نیکولسن ویلي د همدې ستراتيژۍ له مخې د افغان دولت او وسله والو مخالفینو ترمنځ د سولې په هڅو کې پرمختګ شوی دی:

خو ځینې نور بیا په افغانستان اوسني امنیتي وضعیت ته په کتو وايي دا ستراتیژي هغسې چې تمه کیږي پایله نه لري.

په کور د ننه هم ځینۍ سیاسي کړیو او د ولسي جرګو غړو په افغانستان کې د امریکا پر رول نیوکې کړې او د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون د بیاکتنې غوښتنه یې کړې ده.

خو افغان ولسمشر وايي د امریکا ستراتیژي هغه څه ده چې دا څلور لسیزې یې افغانانو غوښتنه کوله.