څارونکي د افغانستان او سوریې په جګړو کې د تلفاتو ارقامو ته د اشارې په ترڅ کې اټکل کوي چې د افغانستان جګړه ښايي د نړۍ د یوازیني خونړي کړکېچ په توګه دوام وکړي.
په داسې حال کې چې د افغانستان په ۱۷کلنه جګړه کې تشدد اوج ته رسېدلی څارونکي وايي، دا جګړه ښايي سږکال د سوریې او د نړۍ د بلې هرې جګړې په پرتله ډېره خونړۍ وي.
دا مایوسوونکې ارزونه د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ د ماموریت د چارواکو له خوشبینانه څرګندونو سره څرګند توپیر لري او د افغانستان د کړکېچ په ختمولو کې د ناامیدۍ نښه ده
.
فرانس پرېس خبري اژانس په خپل تحلیلي راپور کې لیکي، په داسې حال کې چې د سپټمبر د ۱۱مې له حملو راوروسته په امریکا کې زېږېدلی نسل رسېدلی او د همدې نسل ځوانان اوس په پوځ کې خپل نومونه لیکي، دا مایوسوونکې څېړنه ښيي چې د افغانستان د جګړې لپاره د ولسمشر ډونالد ټرمپ ستراتیژي هم د پخوانیو ولسمشرانو په څېر ناکامه ده.
د امریکا د سولې په انستیتیوت کې د افغانستان د چارو کارپوه جاني والش فرانس پرېس آژانس ته ویلي چې د افغانستان د جګړې له زیاتېدونکو تلفاتو او د سوریې د جګړې د احتمالي ختمېدو له نښو نښانو ښکاري چې د افغانستان جګړه ښايي د نړۍ د یوازیني خونړي کړکېچ په توګه دوام وکړي.
والش وايي، په افغانستان کې هرکال یو نوی خونړی کال وي او وضعیت هرکال د تېر کال په پرتله نور هم خرابېږي.
د سوریې د بشري حقونو د څار د ټولنې د ارقامو له مخې په دې هېواد کې د تېر یوه کال په جګړو کې له پنځلس زره زیات خلک وژل شوي، خو د بحران د نړیوال سازمان سلاکار ګرایم سمیت Graeme Smith وايي له نښو نښانو ښکاري چې د افغانستان په جګړه کې د ملکي وګړو او د جګړې د ګډونوالو په ګډون د وژل شویو کسانو شمیر په ۲۰۱۸ کال کې ښايي شل زرو ته ورسېږي.
سمیت وايي، دا د نړۍ د بلې هرې جګړې د تلفاتو په پرتله لوړه شمېره ده.
د جګړو د تلفاتو ثبتوونکې نړیواله اداره UCDP وايي، په ۲۰۱۷کال کې په افغانستان کې د جګړې د ټولو خواوو د تلفاتو شمېر ۱۹۶۹۴تنه و.
دا ټولنه اټکل کوي چې د افغانستان د جګړې د تلفاتو شمېر به سږکال په بیساري ډول زیات وي.
د پوځي چارو کارپوه محمدآګل مجاهد فرانس پرېس آژانس ته ویلي چې افغانستان د سیمې او نړۍ د قدرتونو ترمینځ د نیابتي جګړې په ډګر بدل شوی او وضعیت یې په خرابیدو دی.
د ملګرو ملتونو د یو وروستي راپور له مخې د افغانستان د جګړې د ملکي تلفاتو شمېر د روان ۲۰۱۸ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې څه کم اولس سوو ته لوړ شو چې په پخوانیو کلونو کې ساری نه لري.
د فرانس پرېس راپور د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د مرستیال ویاند نصرت رحیمي په حواله لیکي چې د ۳۰۰ او ۴۰۰ ترمنځ وسله وال مخالفین هره اوونۍ په جګړو کې وژل کېږي.
رحیمي په جګړه کې د وژل شویو ملکي وګړو او افغان پوځیانو شمېر ونه ښود خو د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت د سرمفتش د ادارې- سیګار د راپور له مخې له ۵ زرو زیات افغان پوځیان هرکال په جګړو کې وژل کېږي خو څارونکي باور لري چې د تلفاتو دا شمیرې له حقیقت سره اړخ نه لګوي."
د بحران د نړیوال سازمان سلاکار ښاغلی سمیت وايي چې سږکال د افغان ځواکونو تلفات ښايي بوږنوونکي وي.