امریکا پر هند ډرون الوتکې او عصري وسلې پلوري

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

هند او د امریکا متحدو ایالتونو پر یوې پوځي هوکړې لاسلیکونه کړي، چې د پوځي چارو ماهرینو په وینا له مخې به یې هندی پوځ وکولای شي د امریکا له متحدو التونو د ډرون الوتکو په ګډون پرمختللي پوځي تجهیزات تر لاسه کړي.

هوکړه د پنجشنبې پر ورځ ډیلي کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو، دفاع وزیر جېمز مټیس د هند بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوراج او دفاع وزیرې نرملا سیتارمن تر منځ له خبرو وروسته شوې

.

د نیویارک ټایمز په ګډون یو شمېر مشهورې نړیوالۍ رسنۍ وايي، دغه هوکړه به نه یوازې د نوي ډیلي لپاره د ډېرو پرمختللیو امریکايي وسلو اخیستو لار پرانیزي، بلکې هندی پوځ به وکولای شي، ډېره حساسه امریکايي پوځي تکنالوژي په ګډه استعمال کړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر دغه هوکړه د دواړو هېوادونو په اړیکو کې یو نوی پړاو بللی او د هند بهرنیو چارو وزیره وايي، دې سره به د هندي پوځ دفاعي وړتیا او چمتوالی ډېر شي.

ماهرین وايي هوکړه کې د وسله لېږدونکو عصري ډرون الوتکو په ګډون یو شمېر پرمختللي تجهیزات شامل دي، چې هند ته لېږد به یې هم ممکن شي.

د سري 'پټو ' دفاعي معلوماتو راکړه ورکړه هم د دغې هوکړې برخه ده.

د هند او امریکا تر منځ نویمو کلونو کې د خپلمنځي سوداګرۍ ټولټال کچه نژدې پنځه میلیارده ډالرو ته رسېده، خو ۲۰۱۶ کال کې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کچه له ۱۰۰ میلیاردو ډالرو هم اوښتې ده.

دا وروستیو کلونو کې د هند او امریکا تر منځ پوځي اړیکي پراخ شوي، خو دې سره هم هند دا مهال د روسي وسلو له لویو مشتریانو یو دی، چې ویل کېږي د دغه هېواد ۷۰ سلنه پوځي تجهیزات او وسلې له روسیې تر لاسه شوې دي.