قریشي: د افغانستان قضیه کې مو امریکا ته د مرستې ډاډ ورکړی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، د افغانستان د روانې کشالې د حل لپاره مهمه ده چې ښکېلې غاړې د پاکستان دریځ هم واوري. نوموړي دا څرګندونې د چارشبنې پر ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو سره په اسلام اباد کې تر کتنې وروسته کړي.

ښاغلي قریشي زیاته کړه، له مایک پومپیو سره یې په افغانستان کې د سولې او ثبات په اړه مفصلې خبرې کړي، او اسلام اباد دې برخه کې واشنګټن ته د مرستې ډاډ ورکړی

.

نوموړي زیاته کړه چې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه به یې لومړنی سفر کابل ته وي، او ډېر ژر به افغانستان ته ځي.

هغه په اباد کې خبریالانو ته وویل، پاکستان په افغانستان کې سولې ته لېواله دی، ځکه د دواړو هېوادونو سوله او ثبات سره تړلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د چارشنبې پر ورځ د پاکستان له نوي لومړي وزیر عمران خان او د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره هم وکتل.

ښاغلي پومپیو پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو پر پوځي او دېپلوماتیکو اړیکو خبرې وشوې.

اسلام اباد ته تر روانېدو وړاندې ښاغلی پومپیو خبریالانو ته ویلي وو، هیله من دی چې د دې سفر له کبله به د دواړو هېوادونو اړیکي بهتره شي.

په دې سفر کې د امریکا د وسله وال پوځ لوی درستیز جنرال جوسف ډنفورډ او د افغانستان په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت نوي سلاکار زلمي خلیلزاد هم د ښاغلي پومپیو ملتیا کوله.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مایک پومپیو له قوله ویلي:

"زما د سفر لومړی پړاو پاکستان دی. هلته نوی حکومت رامنځته شوی. زما هڅه به دا وي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي له سره ورغول شي. فکر کوم ډېره اړینه ده چې له نوي لومړي وزیر عمران خان سره د هغه د واکمنۍ په لومړیو ورځو کې وګورم".

ښاغلي پومپیو زیاته کړه، هغه مهال چې دی د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې یا "سي ای اې" مشر و نو له پاکستان سره یې نږدې اړیکې درلودې، او اوس غواړي چې د دواړو هېوادونو مشرانو د خبرو له لارې شته ستونزې حل کړي.

ښاغلی پومپیو په داسې حال کې پاکستان ته ولاړ چې یوازې څو ورځې وړاندې د امریکا پوځ اعلان وکړ چې له پاکستان سره کېدونکې ۳۰۰ ملیونه ډالره مرسته ځنډوي.

د دوی په وینا، د دې مرستې ځنډولو لامل دا دی چې پاکستان د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې هغسې صادقانه هلې ځلې نه دي کړي چې تمه ترې کېدله.

مایک پومپیو د چارشبنې ورځ په اسلام اباد کې له رسمي لیدنو وروسته هند ته روان شوی.