امریکا خلیلزاد د افغانستان چارو کې سلاکار ټاکلی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو ويلي په کابل کې د امريکا پخوانى سفير زلمى خليل زاد به په بهرنيو چارو وزارت کې د افغانستان سلاکار وي.

پاکستان ته د سفر پرمهال ښاغلي پومپيو ويلي، ښاغلى خليل زاد د بهرنيو چارو وزارت له ټيم سره يوځاى کېږي چې په افغانستان کې د پخلاينې له چارو سره مرسته وکړي او هغه به په دې برخه کې د وزارت يوه مخکښه څېره وي.

د افغان حکومت اجرائیه ریاست د امریکا د دې ګام هرکلی کړی

.

دوی وایي چې ښاغلی خلیل زاد د افغانستان او پاکستان له روانو سیاستونو ښه خبر دی او راتګ یې کولای شي د سولې او امنیت له ټینګښت سره مرسته وکړي.

ښاغلی خلیلزاد یو وخت په افغانستان او بیا عراق کې د امریکا سفیر و او له هغه وروسته ملګرو ملتونو کې د امریکا استازی هم پاتې شوی دی.

د امریکا حکومت او نه هم ښاغلي خلیلزاد د ګومارنې په اړه تر اوسه د دې پخلی نه دی کړی.

د رویټرز خبري اژانس رپوټ کې د دوو امریکايي چارواکو له قوله ویل شوي، داسې تمه کېږي، چې ښايي ښاغلی پومپیو به زلمی خلیل زاد د افغانستان لپاره د خپل هېواد ځانګړی استازی وګوماري.

دوو امریکايي چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د خلیلزاد ګومارل طالبانو ته یوه بله او تازه اشاره ده چې امریکا د خپل تاریخ اوږدمهالې افغان جګړه پای ته رسول غواړي.

خلیلزاد د امریکا د جمهوریپالو بهرنۍ پالیسۍ کې پخه مخینه لري.

د نوموړي د ګومارلو په اړه ناتائید شوي رپوټونه په داسې مهال رامخې ته کېږي چې امریکايي پوځي قومندانان په افغان جګړه کې بندون(بن بست) مني او تېره میاشت د سولې ممکنه خبرو ته د لارې هوارولو لپاره له طالب چارواکو سره د امریکايي ډيپلوماټې د لیدنې خبرونه هم ور کړل شوي دي.

امریکايي ادارې په رسمي ډول دا خبرې نه دي تایید کړې.

دغو دوو امریکايي چارواکو رویټرز ته دا هم ویلي دوی باوري نه دي چې د خلیلزاد د ګومارلو اعلان به کله وشي.

سپینې ماڼۍ او بهرنیو چارو وزارت هم تراوسه په دې هکله له څه ویلو ډډه کړې او خپله د خلیلزاد دفتر هم څه نه دي ویلي.

د خلیلزاد ځانګړنې

یو لوړپوړی پخوانی امریکايي چارواکی وايي، ۶۷ کلن زلمی خلیلزاد به د دې سخت کار لپاره مناسب وي چې خبرو ته وسلوال وهڅوي.

"نوموړی لا د مخه هم د افغانستان په برخه کې څلورو امریکايي ادارو ته د کار کولو او سلا مشورې تجربه لري".

دغه امریکايي چارواکی زیاتوي، خلیلزاد د افغانستان د اکثریت قوم پورې تړلی یانې په خټه پښتون دی:

"د افغانستان په رسمي ژبو، کلتور او سیاست پوهېږي او له ولسمشر اشرف غني سره نژدې اړیکې لري".

خلیلزاد چې پلار یې د لغمان دی، د پښتنو له ډلې دی چې د بلخ مرکز مزار شریف کې زېږېدلی دی.

نوموړي د امریکا حکومتونو کې په مختلفو څوکیو کې دنده لرلې ده.

د القاعده د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱ له بریدونو وروسته پر افغانستان د امریکا یرغل کې نوموړي د دغه هېواد د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش پلان کې همکاري وکړه.

د دې یرغل له امله د طالبانو واکمني وپرځېده چې له ۱۹۹۶ کال راهیسې پر افغانستان واکمن شوي وو.

له هغه وروسته خلیلزاد له ۲۰۰۳ تر ۲۰۰۵ افغانستان کې د امریکا سفیر و او د افغانستان اساسي قانون مسوده کې یې مرسته وکړه.

بیا په عراق کې د امریکا سفیر و او وروسته ملګرو ملتونو کې د امریکا استازی شو.