پاکستان: امریکا دې زموږ خپلې پیسې بېرته راکړي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، هغه ۳۰۰ ملیونه ډالره چې امریکا یې پاکستان ته د نه ورکولو اعلان کړی، د امریکا مالي مرسته نه ده، بلکې د پاکستان خپلې پیسې دي چې د ترهګرۍ پر ضد یې لګولي.

نوموړي بي بي سي ته وویل، امریکا باید اصولاً دا پیسې پاکستان ته بېرته ورکړي

د تېرې شبنې پر ورځ د پنټاګون ویاند ډګروال کن فالکنر، وویل، د امریکا پوځ پرېکړه کړې چې پاکستان ته ور کول کېدونکي ۳۰۰ میلیون ډالر په کوم بل ځای کې چې "اړتیا ورته ډېره وي" ولګوي

.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د یکشنبې پر ورځ بي بي سي ته وویل، دا ۳۰۰ ملیونه ډالره امریکایي مرسته نه ده.

نوموړي وویل، د امریکا له لخوا له پاکستان سره مالي مرسته په پاکستان کې د نوی حکومت له جوړېدو وړاندې درول شوې. ښاغلي قریشي زیاته کړه، پاکستان د هغو پیسو د بېرته غوښتلو حق لري چې له خپله جېبه یې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې لګولي.

د پاکستان د بهرنیو چارو نوي وزیر له بی بي سي سره خبرو کې زیاته کړه چې د دې پیسو ترلاسه کولو لپاره یې له امریکایي حکومت سره خبرې پیل کړې دي.

پر پاکستان د مرستو د درولو دغه پرېکړه چې وروستی کېدل یې لا هم د امریکا د کنګرې تصویب ته اړتیا لري، د هغو فشارونو لړۍ ده چې جنورۍ میاشت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل، پاکستان په خپله خاوره کې له شته ترهګرو په ځانګړي ډول له حقاني شبکې او افغان طالبانو سره په مبارزه کې پاتې راغلی دی.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د روان زیږدیز کال په لومړیو کې پاکستان د امریکا په تېر ایستلو تورن کړی و او ویلي یې وو، اسلام اباد میلیاردونه ډالر مرسته اخلي، خو د واشنګټن غوښتنو ته پام نه کوي.

ډګروال فالکنر وویل، پر اسلام اباد د دې مرستو بندېدل به دغه هېواد وهڅوي چې ترهګر "له توپیر پرته" په نښه کړي.

رویټرز خبري اژانس د پنټاګون د ویاند په حواله لیکلي، د روان کال په لومړیو کې له پاکستانه ۵۰۰ ملیون ډالره مرسته هم د کانګرېس د پرېکړې له مخې را ګرځول شوې وه او په دې سره پر پاکستان بندې شوې مرستې ۸۰۰ ملیونه ډالرو ته ورسېدې.

په تېره جنورۍ میاشت کې امریکا وویل، د پاکستان پر څارګرې ادارې کابو ټولې مرستې بندوي.

د افغانستان په ګډون امریکا او ملګري یې پاکستان تورنوي چې ترهګرو ډلو ته پخپله خاوره کې اسانتیاوې برابروي، چې هغوی بیا له ډیورنډ کرښې په اوښتو په افغانستان کې ترهګریز فعالیتونه کوي.

پاکستان تل دغه تورونه رد کړي دي. د امریکايي چارواکو د مالوماتو له مخې، په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو د عملیاتو له پیل راهیسې امریکا پاکستان ته څه باندې ۳۳ میلیارده ډالر ورکړي دي.

په دې کې هغه څه باندې ۱۴ میلیارده ډالر هم شامل دي چې د امریکا دفاع وزارت له لارې د ټلوالې د غړو هېوادونو د ملاتړ صندوق په اډانه کې پاکستان ته ورکړل شوي دي.

پر اسلام اباد ۳۰۰ میلیونه ډالره پوځي مرسته پر داسې مهال بنده شوه چې پتېیل شوې په نږدې ورځو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر "مایک پمپیو" اسلام اباد ته سفر وکړي او له نوي لومړي وزیر عمران خان سره وګوري.