د روسیې سپوږمکۍ که امریکا ته د خطر زنګ؟

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times



دا له نورو سره شریک کړئ فېسبوک دا له نورو سره شریک کړئ Messenger دا له نورو سره شریک کړئ ټوېټر دا له نورو سره شریک کړئ بریښنالیک شریک یې کړئ

امریکا وايي نه پوهېږي دا څه ډول سپوږمکۍ ده او څنګه کار کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکی وايي، د روسیې یوه سپوږمکۍ چې خورا عجیبه غریب ډول عمل کوي متحده ایالتونو ته د خطر زنګ دی.


مرستیال وزیرې یلیم پوبلیټي په سویزرلېنډ کې رسنیو ته په خبرو کې زیاته کړه:

موږ پوره باور سره نشو ویلی چې دا څه ده او د زبادولو لار یې هم نه لرو.

هغې وېره وښوده، چې ویلی نه شي دا شی کومه وسله ده او که بل څه ده.

روسیې دا څرګندونې بې بنسټه، لار ورکوونکې او پر شک ولاړ تور بللی دی.

دا مصنوعي سپوږمکۍ تېر کال اکتوبر کې توغول شوې وه.

هغې زیاته کړه چې په مدار کې د دغې مصنوعي سپوږمکۍ عمل له دې مخکې له بل هر شي سره توپیر درلود.

پوبلیټي سویزرلېنډ کې د بې وسلې کولو په تړاو غونډه کې وویل، په دې برخه کې د مسکو اراده روښانه نه ده او دا ډېره خواشینوونکې پرمختیا ده.

نوموړې د روسیې د تشیالي پوځ د قومندان وروستیو خبرو ته اشاره وکړه چې ویلي یې دي، د نویو وسلو جوړول د دغه پوځ اصلي موخه ده.

د پوبلیټي په خبره، دروسیې د سپوږمکۍ ضد وسلې جوړولو امریکا سخته اندېښمنه کړې ده.

د امریکا په ځواب کې د روسیې یو لوړپوړی ډيپلوماټ الیکساندر دینکو له رویټرز خبري اژانس سره خبرو کې د امریکايي چارواکو څرګندونې په شک او فرضیو ولاړې بللې دي.

ده له واشنګټن وغوښتل د روسیې او چین هغه تړون کې ګډون وکړي چې موخه یې په تشیال کې د وسلې د سیالۍ مخنیوی دی.

د امریکا ولسمشر تېر جون د تشیالي پوځ د جوړولو فرمان لاسلیک کړ.
رایل یونایټېډ سروېسز انستیتوت کې یوه څېړونکې الیګزینډرا سټکنګز وايي، چې خلا کې کارېدونکې وسله له دود وسلې توپیر لري:

دا ممکن لېزر وړانګې یا میکروویو وي، چې یوه سپوږمکۍ له کار غورځوي. دا وسله بې له دې چې سپوږمکۍ له منځه یوسي یا یې کار وځنډوي د تل لپاره یې ناکاره کولی شي.

خو وايي، ستونزمنه ده چې وویل شي په تشیال کې څه ډول ټیکنالوجي شته، ځکه د تشیالي وړتیا اړوند ډېر اطلاعات پټ دي.

هغه دا هم وايي، چې که د سپوږمکیو کار کې ستونزه پېښږي، نو دا ثابتول یې ګران دي چې سیال هېواد له قصده دا کار کړی دی.

مېرمن سټیکینګز زیاتوي د امریکايي چارواکو دا څرګندونې له دې پلوه هم جالبې دي چې د امریکا ولسمشر د تشیالي پوځ په نوم د وسلوالو ځواکونو د نوې څانګې د جوړولو پرېکړه کړې ده.

هغه وايي، امریکا داسې ښيي چې تشیال یو مخ سوله ییز ځای و، خو اوس د چین او روسیې کارونو ته وګورئ. مګر دې واقعیت ته اشاره نه کوي چې امریکا هم په دې برخه کې خپله وړتیا ډېره کړې ده.