اروپايي ټولنې د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د هغې حقوقي قضیې د څېړلو غوښتنه کړې چې د ده پر ضد په محکمه کې روانه ده.
کابل کي د اروپايي ټولنې او ناروې ماموریت ویلي؛ دا چې د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال دغه هېواد ته ستون شوی، دوی تمه لري چې د افغانستان نافذه قوانیو له مخې د هغه پرضد شته دوسیه قانوني پړاوونه ووهي او بشپړه شي.
د دغه ماموریت په خبرپاڼه کې چي د دوشبنې پر ورځد اسد پر ۲۲مه خپره شوې ویل شوي چې هېڅوک باید له قانونه پورته نه وي
.
ښاغلی دوستم په ترکیه کې تر ۱۴ میاشتو پاتې کېدو وروسته، تېره میاشت کابل ته ستون شو.
نوموړی د خپل یوه سیاسي رقیب احمد ایشچي په جنسي ځورولو تورن دی او اوسمهال په څارنوالۍ کې دوسیه لري.
که څه هم د اروپايي ټولنې په خبرپاڼه کې د جوزجان د پخواني والي احمد ایشچي یادونه نه ده شوې، خو ویل شوي چې مهمه ده ټول افغانان د سولې، ثبات او ډیموکراسۍ لپاره په دغه هېواد کې په ګډه کار وکړي او ټول وګړي د قانون پروړاندې برابر وي.
د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د دولت ضد لاریونونو په ترڅ کې جنرال دوستم ۲۲ ورځې وړاندې کابل ته ستون شو.
افغانستان ته د هغه راګرځېدو یوه وړاندې احمد ایشچي ټینګار وکړ چې له جنرال دوستم سره د هغه حقوقي دعوا کې د عدالت تامینېدو لپاره چمتو دی ان په نړیواله کچه اقدام وکړي.
ښاغلي ایشچي ویلي، که عدالت ورکړل شي چمتو دی له ښاغلي دوستم سره خپله قضیه د قومي جرګې له لارې حل کړي، خو که داسې ونشي په محکمه کې به خپلې دعوا ته دوام ورکوي.
د افغانستان حکومت دغه هېواد ته د ښاغلي دوستم بېرته ګرځېدو په درشل کې ویلي و د ښاغلي دوستم حقوقي قضیه پرانستې ده او د عدلي او قضايي ادارو لخوا څېړل کېږي.