ولسمشر غني له طالبانو سره درې میاشتې اوربند اعلان کړ

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ولسمشر غني په دارلامان ماڼۍ کې جوړې شوې غونډې ته وویل، دا اوربند به د میلاد نبي تر ورځې دوام کوي، چې د نومبر میاشتې په ۲۱مه نېټه راځي.

ولسمشر غني په خپله وینا کې وویل، د اوربند لپاره یو شرط دا دی چې د وسله والو طالبانو لخوا هم باید ومنل شي او پلی شي.

ښاغلي غني د طالبانو پر مشرانو غږ وکړ چې د ریښتینې او دوامداره سولې لپاره دې د افغان ولس غوښتنې ته لبیک ووایي، او د اسلامي او افغاني ارزښتونو په رڼا کې دې د سولې خبرو ته غاړه کېږدي

.

د ناټو سر منشي ین سټولټنرګ پر خپله ټوېټر پاڼه د اوربند د اعلان هرکلی کړی او پر طالبانو یې غږ کړی چې غاړه ورته کېږدي.

همدا رنګه د پاکستان حکومت هم د اوربند په اړه د ولسمشر غني د اعلان هرکلی کړی.

د دې هېواد د بهرنیو چارو د وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي، پاکستان په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د هر ګام هرکلی کوي.

نوموړي زیاته کړه، د اوربند اعلان یې د افغانستان د سولې عالي شورا وروستۍ غوښتنې ته په کتو کړی

ولسمشر غني وویل، د دې اوربند په اړه یې د ټولنې له بېلابېلو اقشارو سره سلا مشوره کړې ده.

نوموړي زیاته کړه، د اوربند پرېکړې په اړه د نړیوالې ټولنې، د اسلامي هېوادونو د عالمانو او مشرانو غوښتنې هم په نظر کې نیول شوي دي.

ښاغلي غني په ځانګړې توګه د سعودي عربستان د پاچا سلمان یادونه وکړه چې په افغانستان کې د اوربند غوښتونکی و.

ولسمشر غني په خپله وینا کې وویل، که څه هم د اوربند اعلان د میلاد نبي تر ورځې شوی، خو تر هرې مودې یې چې وسله وال طالبان غځول وغواړي افغان حکومت به یې هم ورسره مني.

د ښاغلي غني په وینا، اوربند افغانانو ته دا فرصت ورکوي چې هغه اصلاحات بشپړ کړي چې غازي امان الله خان یوه پېړۍ وړاندې پيل کړي وو، او د اصلاحاتو د یو نوي څپرکي پيل هم دی.

د یکشنبې ورځې په مراسمو کې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم ګډون کړی و.

نوموړي په خپله وینا کې وویل، دا ځل د اوربند په اړه باید د ټول ولس نظر وپوښتل شي او باید د ولس یوووالی په نظر کې ونیول شي

نوموړي وویل، که خدای مه کړه افغان ولس سره وویشل شو نو بیا د راتلونکي په اړه کومه تمه نشته.

تر ده وړاندې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم ولسمشر غني ته په یوه استول شوي لیک کې ویل، هیله لري چې د افغانستان جګړې ته به یوه سیاسي حل لاره وموندل شي.

پرون د افغانستان د سولې شورا هم پر افغان حکومت او وسله والو طالبانو غږ کړی و چې اوربند دې وکړي.