افغان چارواکي د سولې په اړه د امریکا نوی دریځ او سیمه کې رامنځ ته شوی چاپېریال د سولې د عملي چارو نښې نښانې بولي.
د نیویارک ټایمز د یوه راپور له مخې امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه (بې ساري ګام) کې خپلو ډيپلوماټانو ته ويلي چې طالبانو سره د مخامخ خبرو هڅې چټکې کړي، هغه څه چې طالبانو یې هم په وار وار غوښتنه کړې.
ارګ وایي، په دې اړه د امریکا رسمي اعلان ته په تمه دي او طالبان بیا وایي، تراوسه ورسره اړيکه نه ده نیول شوې
.
له طالبانو سره د سولې په اړه د واشنګټن دریځ چې د امریکا د یوې باورې ورځپاڼې نیویارک ټایمز په باور (بدل شوی) افغان چارواکي د سولې بریالیتوب ته ډاډه کړي دي.
د سولې عالي شورا مرستیال عطاالرحمان سلیم وایي، امریکایي چارواکي به د خبرو پيل او د باور جوړولو فضا ته لاره هواروي.
ښاغلي سلیم له بي بي سي سره خبرو کې د امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه ګام وستایه چې ویل کېږي خپلو ډيپلوماټانو ته یې له طالبانو سره د مخامخ خبرو د هڅو حکم کړی دی.
نيويارک ټايمز ورځپاڼې له طالبانو سره د سولې په اړه د ډونالډ ټرمپ نوی حکم د امریکا په تېر ۱۷ کلن دریځ کې د پام وړ بدلون او د جګړې پای ته رسولو لپاره د امریکا د تلوسې په توګه یاد کړی دی
امریکا دا ډول اعلانونه ځکه د رسنیو له لارې کوي چې د خلکو، طالبانو او سیاستوالو ذهنونه او غبرګونونه معلوم کړي.وحید مژده
ورځپاڼه وايي، گڼو لوړ پوړو افغان او امريکايي چارواکو دغه ستراتيژيک بدلون تاييد کړى چې موخه يې د افغان جگړې د مخالفو غاړو سره نژدې کول دي.
پخوا تر دې څو ځله طالبانو ویلي چې د جګړې اصلي اړخ یې امریکا ده او دوی د سولې خبرې هم له هغوی سره کوي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته ویلي، د امریکا د نوي دریځ په اړه یې یوازې له رسنیو اورېدلي او تر اوسه له دوی سره په دې اړه کومه اړیکه نه ده نیول شوې.
د ارګ سرچینې وایي، هر کله چې د امریکا حکومت له طالبانو سره د مخامخ خبرو په اړه رسمي دریځ وښيي، دوی به یې په اړه خپل نظر څرګند کړي.
د طالبانو د چارو کتونکی وحید مژده بیا وایي، امریکا دا ډول اعلانونه ځکه د رسنیو له لارې کوي چې د خلکو، طالبانو او سیاستوالو ذهنونه او غبرګونونه معلوم کړي.
د نیویارک ټایمز په حواله امریکایي ډيپلوماټانو ته له طالبانو سره د مخامخ خبرو سپارښتنه په داسې حال کې کیږي چې د سیمې په کچه د افغان سولې لپاره هڅې زیاتې شوي او ښې بېلګې یې په دې وروستیو کې د سعودي، کابل، ازبکستان او اندونیزیا غونډې یادولی شو.
له دې سربیره په دې وروستیو کې افغانستان او پاکستان ته د امریکایي چارواکو سفرونه هم شوي چې ویل کیږي له طالبانو سره سوله یې د کارونو په سر کې ده.