فرهمند: تمه ده چې د حکومت او دوستم مذاکرات نتیجه ورکړي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

که څه هم د افغان حکومت او جنرال دوستم ترمنځ مذاکرات دوام لري او چارواکي د دواړو خواو ترمنځ په خبرو کې د پرمختګونو خبر ورکوي، خو د جبنش اسلامي ګوند پلویانو د اعتراضونو په دوام کې نن د تخار د والي دفتر هم وتړه.

د افغان حکومت او د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ترمنځ مذاکرات په ترکیه کې دوام لري.

د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال د دفتر رئیس عنایت‌الله بابر فرهمند امریکا غږ – آشنا ته وویل، تمه ده چې نن دواړه خواوې توافق ته ورسیږي

.

هغه زیاته کړه "له څلورو ورځو راهیسې د لومړي مرستیال سره مذاکرات دوام لري، تمه ده چې دغه هوکړې نن وروستۍ شي او وروستۍ هوکړې ته ورسیږي، البته د لومړي مرستیال بیرته راتګ او د قیصاري خوشې کیدل، د مذاکراتو برخه ده".

خو ښاغلي فرهمند څرګنده نه کړه، چې د افغان حکومت او جنرال دوستم ترمنځ مذاکراتو په کومو برخو کې پرمختګ کړی دی.

د افغانستان حکومت تر اوسه د دغو مذاکراتو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

سره له دې چې د افغان حکومت او جمهوري ریاست د لومړي مرستیال ترمنځ مذاکرات دوام لري، خو افغانستان ته د جنرال دوستم د بیرته راستنولو او د قوماندان قیصاري د خوشې کولو لپاره، د جنبش ګوند د پلویانو لاریونونه نن دولسمې ورځې ته وغځیده.

لاریون کوونکو د شنبې په ورځ (چنګاښ ۲۳) د تخار د والي دفتر د اعتراض په توګه وتړه.

د تخار ولایت چارواکو تر اوسه د والي د دفتر د تړلو په اړه څه نه دي ویلي.

دغو اعتراض کوونکو د جمعې په ورځ د جوزجان د والي دفتر هم وتړه او د دغه ولایت په ګډون په سرپل، فاریاب، بلخ او تخار ولایتونو کې یې د ټاکنو کمیسیون دفترونه هم تړلي دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون له افغان حکومت څخه غوښتي چې په دغو ولایتونو کې د کمیسیون دفترونه ژر تر ژره بیرته پرانیځي.