د پاکستان د پخواني لومړي وزیر او مسېلم لیګ ګوند مشر نواز شریف، د هغه د لور مریم نواز او زوم کېپټن صفدر ته د احتساب محکمې له خوا د ور کړل شوې سزا پرضد د اسلام اباد محکمه کې د استیناف غوښته وشوه.
دوشنبه یا ګل د دې استیناف یا اپیل کولو وروستۍ ورځ وه، ځکه له سزا اورېدلو تر لسو ورځو پورې دا غوښتنه کېدلی شي.
دا غوښتنه د مجرمانو وکیلانو خواجه حارث او امجد پروېز په اسلام اباد ستره محکمه کې وکړه
.
د احتساب محکمې نواز شریف ته د دوو مختلفو دوسیو له امله لس کاله او مریم نواز ته اوه کاله او صقدر ته د یو کال بند سزا اورولې ده.
دوی ته بامشقته یا د سختۍ بند سزا اورول شوې ده.
خبریال شهزاد ملک وايي، په اپیل کې غوښتنه شوې چې د احتساب محکمې پرېکړه د انصاف له غوښتنو سره پوره نه ده او په بیړه یې دا پرېکړه کړې ده.
پر دې سربېره استیناف غوښتنه کې ویل شوي چې د لس اې مادې له مخې هر تورن د مناسبې محاکمې حق لري خو دوی ترې بې برخې شوي دي.
په درخواست کې غوښتنه شوې چې تشو فرضیو سره د دوی موکلانو ته سزا اورول شوې ده.
د احتساب عدالت په پرېکړه کې لیکل شوي چې دعوه ګر د بډو اسناد نه شي وړاندې کولی، نو دغسې حالت کې څنګه سزا اورول کېږي، ځکه دې محکمه د احتساب عدالت پرېکړه بې قانونه کړي.
د یادولو ده چې د احتساب محکمې نواز شریف، مریم نواز او صفدر د لسو کلونو لپاره له ټاکنو یا دندې له کولو هم بې وړه بللي او د دې بې وړتوب یا نااهلۍ پیل هم له هغې ورځې پیلېږي چې دوی د خپل بند موده پوره کړي.