بلوچستان چاودنه: د کاندید په ګډون ۸۵ کسان وژل شوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د بلوچستان صوبې چارواکي وايي،د مستونګ سیمې په یوه ټاکنیز لاریون کې د چاودنې پایله کې لږ تر لږه ۸۵ کسان وژل شوي او نژدې ۱۵۰ نور ټپیان دي.

ځايي چارواکي وايي، بمي چاودونه د نوابزاده سراج ریساني پر ټاکنیز کمپاین غونډه شوې، چې د بلوچستان عوامي ګوند له لوري ټاکنو کې کاندید و او دغه پېښه کې وژل شوی دی.

د بلوچستان روغتیا موقت ایالتي وزیر فیض کاکړ بي بي سي ته وویل، پېښه کې د یو شمېر ټپي شویو کسانو روغتیايي حالت اندېښمنونکی دی

.

دغه ګوند دا وروستیو کې رامنځته شوی دی. د مستونګ ډپټي کمشنر قایم خان لاشاري بي بي سي ته وویل، پېښه له مرکزي ښار کوټې نژدې ۳۵ کیلومتره لرې درینګړ سیمه کې د پخواني اعلی وزیر اسلم ریساني د ورور سراج ریساني په ټاکنیز لاریون کې شوې.

نوموړی د بلوچستان اسمبلۍ ټاکنو کې سیالي کوي. له دې مخکې د خیبر پښتونخوا صوبې په سویلي سیمه بنو کې د جمعیت علمای اسلام ګوند انتخابي کاندید اکرم دراني د ګاډو پر یوې قافلې برید وشو.

رپوټونو کې ویل کېږي، برید کې درې کسان وژل شوي دي او ۳۹ نور کسان ټپیان دي، خو خپله اکرم دراني ته زیان نه دی اوښتی.

پاکستان کې له ټاکنیز کمپاین پېلېدو وروسته بنو کې دا پر یوه کاندید دویم برید دی او له دې دوې ورځې مخکې مرکزي ښار پېښور کې د عوامي نېشنل ګوند کاندید هارون بلور په ګډون ۲۱ کسان په یوه چاودنه کې ووژل شول.

د بي بي سي خبریال عزیزالله خان د ځايي چارواکو له قوله وايي، ښاغلی درانی له ښاره ۱۵ کیلومتره بهر یوه غونډه کې له ګډون وروسته ستنېده، چې د ګاډو پر کاروان یې موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي باروت وچوول.

رپوټونو کې ویل شوي، چې په سیمه کې د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.

د ځايي روغتون مشر ډاکټر قاضي فیاض الدین بي بي سي ته وویل، پېښه کې درې کسان وژل شوي او ۳۹ کسان ټپیان شوي دي.

اکرم خان درانی د پاکستان قامي اسمبلۍ یا فدرالي پارلمان څوکۍ لپاره د تحریک انصاف پاکستان ګوند مشر عمران مقابل کې ټاکنو کې سیالي کوي.

ویل کېږي کله چې ښاغلی درانی د صوبې اعلی وزیر و، دغه سیمه کې یې ډېر خدمتونه کړي او ګڼ ځايي اوسېدونکي یې پلویان دي.

له دې پېښې دوې ورځې مخکې پېښور کې د عوامي نېشنل ګوند پر یوه غونډه ځانمرګي برید کې ۲۱ کسان وژل شوي وو. پاکستان کې له ټاکنیز کمپاین پیلېدو مخکې امینتي ادارو پر کاندیدانو او سیاستوالو د بریدونو اندېښنه څرګنده کړې وه.

د عمران خان، اسفندیار ولي خان او افتاب شیرپاو تر څنګ د اکرم خان دراني نوم په هغو سیاستوالو کې شامل بلل کېده، چې پرې د بریدونو په تړاو اندېښنه څرګندیده.