نواز شریف پاکستان ته له ستنېدو وروسته نیول شوی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر محمد نواز شریف له برتانیا خپل هېواد ته له ستنېدو وروسته د فساد په تور نیول شوی دی. د نواز شریف لېږدونکې الوتکه ماښام مهال د لاهور پر علامه اقبال هوايي ډګر کوزه شوه او نوموړی له خپلې لور مریم نواز سره یو ځای له الوتکې کوزېدو وروسته ونیول شول.

د ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، چې ښاغلی شریف او لور یې یوې کوچنۍ الوتکې ته ولېږدول شول، چې ګومان کېږي پلازمېنې اسلام اباد ته به یې ورسوي

.

په لاهور کې د نوازشریف پلویانو تور پورې کړی، چې د دوی سلګونه ملګري د دې لپاره نیول شوي، چې د نوازشریف له هرکلي کولو وګرځول شي.

بل لور ته رپوټونو کې ویل شوي، چې ښار کې د امنیتي ځواکونو زرګونه کسان ځای پر ځای شوي او هوايي ډګر ته د غځېدلو لارو اوږدو کې خنډونه درول شوي دي.

له دې مخکې داسې ګنګوسې هم وې، چې ګواکې د نوموړي لېږدونکې الوتکه پلازمېنې اسلام اباد پر لور استول شوې ده.

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر محمد نواز شریف، چې د پاکستان یوې محکمې په ۱۱ کاله زندان سزا محکوم کړی، نن جمعه ۱۲ جولای له خپلې لور مریم نواز سره، چې همدې محکمې اته کاله د زندان په سزا محکومه کړې، له لندنه د متحده عربي اماراتو ابوظهبي ښار ته او وروسته نوموړی له ابوظهبۍ نه د الاتحاد هوايي شرکت په الوتکه کې د پاکستان لاهور ښار پر لور الوت وکړ.

د "اېونفیلډ" په نامه په دې قضيه کې پر ښاغلي شریف تور لګول شوی و چې فساد یې کړی او په ناقانونه توګه یې په لندن ښار کې ملکیتونه رانیولي دي.

هېواد ته بېرته د ستنېدو پر مهال ښاغلي شریف په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، پاکستان پر یوې څلور لارې ولاړ دی او ده هر هغه څه وکړل، چې وس یې پرې رسېده. هغه پیغام کې چې د مریم نواز پر ټویټر پاڼه خپور شوی، ښاغلي شریف وویل:

''زه پوهېږم ما ته لس کاله د زندان سزا راکړل شوې ده او زه به زندان ته ولېږدول شم، خو زه غواړم د پاکستان خلکو ته ووایم، چې زه دا هر څه ستاسې لپاره کوم، دغه قرباني ستاسې د نسلونو او پاکستان د راتلونکي لپاره ورکوم. ''

د ښاغلي شریف مدافع وکیلان وايي، هېواد ته د هغه له ستنېدو وروسته به استناف غوښتنه وکړي. پاکستان مسلم لیک ګوند ویلي، لاهور ته د هغه له رسېدو سره به د هغه تود هرکلی وکړي، خو چارواکي وايي، هوايي ډګر ته له رسېدو سره سم به نوموړی ونیسي.

د لندن ښار مرکزي برخه کې ایون فیلډ ودانۍ څلور اپارتمانونو ملکیت موضوع هم د نوازشریف کورنۍ د محاکمې یوه برخه وه. پر نوموړي تور پورې شوی و، چې له ناروا لارو چارو یې دغه ګران بیه جایداد تر لاسه کړی دی.

هلته پاکستان کې د ښاغلي شریف ګڼ پلویان د لاهور هوايي ډګر ته د پنجاب له بېلا بېلو سیمو د ښاغلي شریف هرکلي ته راغلي وو. د پاکستان مسلم لیګ ګوند فعالانو له دې مخکې ادعا وکړه، چې د دوی ګڼ شمېر ملګري پولیسو نیولي، چې د نواز شریف هرکلي ته پر لاره وو.

د روانې جولای میاشتې په لومړیو کې پلازمېنه اسلام اباد کې د فساد ضد یوې محکمې نواز شریف ته د لس کاله، د نوموړي نوموړي لور مریم نواز په ۷ کاله او زوم یې صفدر په یو کال بند محکوم کړل. محکمې پخوانی لومړی وزیر ۸ ميلیونه پاونډه جریمه کړ او لور یې هم دوه ملیونه پاونډه جریمه کړه.

د "اېونفیلډ" په نامه په دې قضيه کې پر ښاغلي شریف تور لګول شوی و چې فساد یې کړی او په ناقانونه توګه یې په لندن ښار کې ملکیتونه رانیولي دي.

ښاغلی شریف چې د کورنۍ نومونه یې له پانامه څخه په ډاګیزه شويو اسنادو کې راغلي ول او پرې تور پورې شوی و، چې په بهر کې يې ځينې شتمنۍ پټې ساتلې دي، همدې ته په پام سره د تېر کال جولای مياشتې پر ۲۸مه نېټه د پاکستان سترې محکمې په يوه پرېکړه کې هغه بې واکه او وروسته د خپل ګوند پاکستان مسلم لیګ د مشري لپاره هم نا اهل وبلل شو.

د پاکستان سترې محکمې پرېکړه کې ویل شوي و، چې د لومړي وزیر په توګه له دندې د نوموړي لرې کېدل له هغه دا وړتیا هم اخلي، چې د خپل ګوند مشري وکړي. دغه راز د نوموړې هغه ټولې پرېکړې هم باطلې بلل شوې وې، چې د ګوند مشر په توګه یې کړې وې.