غني: که مې څوک دوست ګڼي یا دوښمن، خو قانون پلی کوم

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

افغان ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا ویلي، په هېواد کې به د قانون د واکمنۍ لپاره د ناقانونه ډلو او زورواکو پر وړاندې جدي وي.

ښاغلي غني دا خبره تېره ورځ د جولای ۱۲مه په بروکسل کې د ناټو غونډې په څنډه کې د افغانستان په شمال کې د ملېشو د یوه قومندان نظام الدین قیصاري د نیول کېدو په اعتراض کې د مظاهرو په اړه د بي بي سي د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړه.

ښاغلي غني وویل، زه راتلونکي نسل ته د کار کولو هوډ لرم، فکر کوم هغه افغانان چې له ناعادلانه چلند سره مخامخ شوي، د داسې افغانستان غوښتونکي دي چې هیڅ وګړی یې له قانون څخه پورته نه وي

:

"که مې څوک دوښمن ګڼي او که دوست، خو قانون پلي کول زما دنده ده او زه به قانون پلی کوم."

په دې وروستیو کې دولتي ځواکونو د افغانستان په شمال فاریاب ولایت کې د جنرال دوستم یو قوماندان نظام الدين قیصاري ونيوه او له هغه وروسته د ښاغلي غني خلاف د افغانستان په شمالي ولایتونو کې اعتراضي لاريونونه پیل شول.

قیصاري په فاریاب ولایت کې د طالبانو او د "اسلامي دولت" یا داعش په نامه وسله والې ډلې خلاف د جنګېدونکي "ولسي ځواک" قوماندان او د جنرال دوستم ځانګړی استازی دی.

پر ښاغلي قیصاري تور دی چې په فاریاب کې يې امنيتي چارواکي په مرګ ګواښلي او ښکنځلي.

دغه راز ویل شوي چې هغه په یاد ولایت کې د ولسي ځواک د قوماندان په توګه د بشري حقونو په تر پښو لاندې کولو او د خلکو په ځورولو تورن دی.

ښاغلي غني همدارنګه پرون د دغې غونډه په دویمه ورځ چې ډېرې خبرې پر افغانستان ور ټولې وې د ناټو ټولنې پر دې هوډ خوښي وښوده چې د افغان ځواکونو د مالي ملاتړ موده یې د ۲۰۲۴ کاله تر پایه وغځوله.

اشرف غني وویل، د افغان پلاوي او نړیوالو ملګرو ترمنځ غونډه کې د ناټو ټول غړي هېوادونه د افغانستان په ملاتړ سره همغږي وو او د سولې په برخه کې یې د افغانستان د دریځ ملاتړ وکړ.

د ناټو په دوه ورځنۍ سرمشریزه کې چې تېره ورځ پای ته ورسېده، پرېکړه وشوه چې د ناټو غړي هېوادونه او دغه راز د افغانستان نور ملګري هېوادونه ژمن دي، چې لږ تر لږه د ۲۰۲۴ کال تر پایه د افغانستان امنیتي ځواکونو مالي ملاتړ ته دوام ورکړي.

افغان پلاوي د ناټو د دغې ژمنې هرکلی وکړ او دا یې د افغان پوځ او نورو امنیتي ځواکونو د روزنې په بهیر کې مهم ګام وباله.

دوه کاله مخکې د وارسا په سر مشریزه کې ناټو هوډ څرګند کړی و، چې تر ۲۰۲۰ کاله به د افغان امنیتي ځواکونو مالي ملاتړ کوي.