"جنرال دوستم ژر افغانستان ته ستنېږي"

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

افغان دولت کې معتبرو سرچينو بي بي سي ته منلې چې ټاکل شوې د راتلونکې اونۍ په دوشنبې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال جنرال عبدالرشيد دوستم له ترکیې نه افغانستان ته ستون شي.

افغانستان ته د ښاغلي دوستم د ستنېدو هوکړه د ولسمشر له دویم مرستیال سرور دانش سره په کتنه کې شوې. ددغې سرچینې په وینا، د دوستم د ستنېدو نهايي هوکړه د دواړو خوا ترمنځ لاسلیک شوې ده، خو تر اوسه د هوکړې نور جزییات نه دي په ډاګه شوي

.

ښاغلي دانش د ترکيې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره د ترکيې انقرې ته سفر کړی و او هلته يې څو ځله له ښاغلي دوستم سره کتلي دي.

د ښاغلي دانش دفتر ویلي وو، په دغو کتنو کې دواړو لورو "د هېواد د روان وضعیت، د سولې او ملي پخلاینې او د قومونو ترمنځ پر یووالي او د رغنده او مستقیمو خبرو له لارې د ستونزو په حل" ټینګار کړی.

ښاغلي دانش په دغه کتنه کې جنرال دوستم "ستر ملي او اغېزناک شخصیت" بللی و.

اوس معتبرو سرچينو بي بي سي ته ویلي چې ښاغلي دانش څو ځله له جنرال دوستم سره ليدلي او په دغې ناستو کې کابل ته د ښاغلي دوستم پر تګ هوکړه شوې.

په هغوی ناستو کې چې د ښاغلي غني د مرستيالانو ترمنځ شوې کابل ته د ښاغلي دوستم د تګ پر جزئياتو او وخت هوکړه شوې.

تر اوسه د ښاغلي دوستم شرطونه ندي مشخص شوي.

ښاغلی دوستم داسې مهال افغانستان ته بېرته ستنېږي چې د دغه هېواد په شمال کې د هغه د بېرته ورستنېدو د ملاتړ لپاره د هغه د پلويانو لاريونونه هم ډېر شوي. د دغو اعتراضونو په وروستۍ څپه کې معترضينو د فاریاب، سرپل او تخار د ولايتونو د ټاکنیزو کمېسیونونو دروازې وتړلې.

په تېرو ورځو کې معترضانو خبرداری ورکړی و، که د ښاغلي دوستم د یوه قوماندان نظام الدین قیصاري د خوشي کولو او افغانستان ته د ښاغلي دوستم ورستنولو په اړه د هغوی غوښتنې له پامه وغورځېږي نو دوی به په دولتي ادارو کې د پرلت خېمې ودروي.

د جنرال دوستم د پلویانو اعتراضونه

د ښاغلي دوستم د پلويانو او د ملي وحدت د حکومت ترمنځ ناندرۍ وروسته له هغې تودې شوې چې په دې وروستیو کې دولتي ځواکونو د جنرال دوستم یو قوماندان نظام الدين قیصاري ونيوه او له هغه وروسته د ښاغلي غني خلاف د افغانستان په شمالي ولایتونو کې اعتراضي لاريونونه پیل شول.

قیصاري په فاریاب ولایت کې د طالبانو او د "اسلامي دولت" یا داعش په نامه وسله والې ډلې خلاف د جنګېدونکي "ولسي ځواک" قوماندان او د جنرال دوستم ځانګړی استازی دی.

پر ښاغلي قیصاري تور دی چې په فاریاب کې يې امنيتي چارواکي په مرګ ګواښلي او ښکنځلي. دغه راز ویل شوي چې هغه په یاد ولایت کې د ولسي ځواک د قوماندان په توګه د بشري حقونو په تر پښو لاندې کولو او د خلکو په ځورولو تورن دی.

ترکيې ته د ښاغلي دوستم د تګ لامل

عبدالرشيد دوستم د جوزجان د يوه پېژندل شوي ځايي سياستوال احمد ايشچي پر جنسي ځورونې تورن شو او له ولسمشر سره يې له اختلافونو ډېرېدو وروسته ترکيې ته لاړ او بیا رانغی.

د افغانستان ولسمشر ترکيې ته د هغه د سفر په تړاو ویلي و چې د نوموړي موضوع عدلي او قضايي ده او هغه د افغانستان د لویې څارنوالۍ په اجازه ترکيې ته تللی.

له هغې وروسته داسې راپورونه هم خپاره شول چې ښاغلي دوستم افغانستان ته د بېرته ستنېدو هوډ درلود خو د هغه الوتکې ته د افغانستان په شمالي بلخ ولایت کې په هوايي ډګر د کېناستو اجازه نه ده ورکړل شوې.