له افغانستانه ایران ته د ډالرو قاچاق

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان بانک وايي، له دغه هېواده ایران ته د امريکايي ډالرو قاچاق د افغانستان پر اقتصاد ناوړه اغېز کړی او د افغانۍ بيه په بې ساري ډول لوېدلې ده.

د ځینو رپوټونو له مخې له کابل او د افغانستان له ځينو لوېدِيځو ولایتونو هره ورځ درې مېليون ډالر ایران ته قاچاق کېږي. له ایران سره د امريکا د اټومي تړون له لغو کېدو وروسته ایران له مالي ستونزو سره مخامخ دی او هلته بهرنیو پېسو ته اړتیا ډېره شوې

.

د افغانستان په شهزاده سرای کې هره ورځ میلیونونه ډالر ښکته پورته کېږي. خو له ایران سره د امريکا د اټومي تړون د لغوه کېدو سیوری دلته هم پرېوتلی.

اوس ځينې قاچاقبران د پلازمېنې په ګډون د افغانستان د لوېديځو ولایتونو له بازارونو او صرافیو امريکايي ډالر د ایران اقتصاد ته ورشمېري.

چارواکي وايي، ایران ته د قاچاقېدونکو ډالرو کره اندازه نه ده ورمالومه خو د رپوټونو له مخې هلته وراوښتونکي کسان - چې زیاتره یې موټرچلوونکي دي- هره ورځ نږدې درې مېلیون ډالر ایران ته وړي.

د افغانستان د قوانینو له مخې هر کس تر لسو زرو ډالرو له ځانه سره بل هېواد ته وړای شي، خو د هرات د صرافانو مشر بهاوالدین رحيمي وايي، ځينې ښايي دا قانوني لار د ایران په ګټه او د افغانستان په تاوان کاروي.

د هرات د صرافانو یو مشر وايي: "هره ورځ له زرو تر دوو زرو کسان ایران ته ځي. هر یو يې د لس زره ډالرو وړلو قانوني اجازه لري. نو که سل نفره لس لس زره ډالر له ځانه سره ایران ته یوسي، يو ميلیون ډالر کېږي. دا ډېره لوړه کچه ده او خامخا ناوړه اغېز کولای شي. خو په ناقانونه ډول له هېواده پېسې نه دي وتلې."

له هغه راهیسې چې امريکا له ایران سره اټومي تړون لغوه کړی، د ایران اقتصادي حالت مخ پر ځوړ دی. د ډالرو پر وړاندې د ایراني ریال بیه رالوېدلې، ډالرو ته غوښته یا تقاضا ډېره شوې او ایران د خپل مالي وضعیت د ثبات لپاره بهرنيو اسعارو ته اړتیا لري.

همدا لامل دی چې اوس افغانان د ښې ګټې ترلاسه کولو لپاره هلته امريکايي ډالر پلوري او ځينې يې په بدل کې تېل او نور توکي افغانستان ته واردوي.

خو دې کار افغانۍ او د افغانستان خپل اقتصاد - چې پر ډالرو ولاړ دی- هم اغېزمن کړی دی.

د افغانستان بانک د اړیکو مشر اېمل عاشور وايي: "د ډالرو وتل د افغانۍ پر معنوي ارزښت منفي اغېز کولی شي."

ته له افغانستانه د ډالرو وتل د افغانۍ پر معنوي ارزښت منفي اغېز کوي

د افغانستان بانک د چارواکو په خبره، د افغانیو ارزښت د ساتلو په موخه هره اوونۍ پنځوس مېلون ډالر او پنځلس ميليون یورو بازار ته عرضه کوي خو بیا هم افغانۍ په دې وروستيو کې ډېره رالوېدلې ده.

څو میاشتې مخکې یو امريکايي ډالر په نږدې ۶۷ افغانۍ بدلېده خو اوس په څه باندې ۷۳ افغانۍ بدلېږي.