پومپیو: افغانان د سولې د خبرو مشري کوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي، د وسله والو مخالفینو سره د هر ډول خبرو مشري به افغانان پخپله کوي.

ښاغلي پومپیو دا څرګندونې د دوشنبې پر ورځ کابل ته د خپل نا اعلان شوي سفر پر وخت، له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په یوه ګډ خبري کانفرانس کې وکړې.

نوموړي وویل، طالبان باید پر دې خبره پوه شي چې دوی د جګړې له لارې په افغانستان کې نشي بریالي کېدلی

.

د ښاغلي پومپیو په وینا، امریکا به د یو اوږدمهاله ملګري په توګه د افغان حکومت ترڅنګ ولاړه وي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د سولې خبرو ته په اشارې سره وویل، دا پروسه د افغانانو لخوا پر مخ بېول کېږي، او ټول هېواد په کچه تر سلا مشورو وروسته پیل شوې ده.

ولسمشر غني زیاته کړه چې د افغانستان ټول ولس د سولې د بهیر ملاتړ کوي.

نوموړي همدا رنګه په پوځي او نورو برخو کې د امریکا د متحده ایالاتو د مرستې او همکارۍ مننه وکړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همدا رنګه د افغان او امریکایي ځواکونو وړتیا او قربانۍ وستایلې.

د ارګ په اعلامیه کې راغلي، ښاغلي پومپیو له ولسمشر غني سره په کتنه کې ټینګار وکړ چې طالبان اوس په دې پوه شوي چې په افغانستان کې روانه جګړه نشي ګټلی.

د نوموړي په وینا، د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ وروستی اوربند د ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغې ستراتېژۍ پورې اړه لري چې تېر کال یې د سویلي اسیا او افغانستان لپاره اعلان کړې وه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ارګ کې خبریالانو ته وویل، د چین او ازبکستان په ګډون د سیمې ډېری هېوادونه اوس په افغانستان کې د سولې په اړه همغږي دي.

ولسمشر غني هم همدې ټکي ته په اشارې سره ویلي، د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نوې ستراتيژۍ په سیمه کې مثبت بدلون راوستی، او د سیمې هېوادونه باید په صادقانه توګه د دې ستراتيژۍ ملاتړ وکړي.

د افغانستان اجرائیه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم په دې کتنه کې ګډون درلود، او له افغانستان سره یې په بېلابېلو برخو کې د امریکا د متحده ایالاتو د مرستو مننه وکړه.