د دوستم د دفتر مشر: د ډزو ځواب به په ډزو ورکړو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د ولسمشر محمد اشرف غني د لمړي مرستیال، عبدالرشید دوستم، د دفتر مشر، عنایت الله فرهمند، د پنجشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې جنبش-پلوي مظاهره کوونکي به د حکومتي ځواکونو ډزو ته باالمثله ځواب ورکړي.

ښاغلي فرهمند امریکا غږ ته وویل "حکومت د خلکو د غوښتنو په وړاندې بې ځوابه پاتي شوی او بې تفاوته دی او دا خلک پراخو او جدي اعتراضونو ته هڅوي. که دا ځلې حکومت د خلکو په وړاندې له وسلې کار واخلي او ډزې وکړي، بیا دې د ورته عمل انتظار ولري

. "

د جنبش د ګوند پلویانو د شپږمې ورځې لپاره په فاریاب ولایت کې مظاهرې وکړې او د نظام الدین قیصاري د آزادولو غوښتنه یې وکړه. په تیرو دریو ورځو کې ورته مظاهرې په جوزجان او بغلان ولایتونو کې هم شوي دي. ښاغلی قیصاري چې په فاریاب کې د سیمیزو ملیشو ځواکمن قوماندان و، اته ورځې وړاندې افغان حکومت او دولتي ځواکونو ته د ګواښونو په تور ونیول شو.‌

د جنبش تر څنګ، د جمعیت او ملي وحدت ګوندونو هم د قوماندان قیصاري د نیولو سخت مخالفت کړی.

بل لور ته ولسمشر غني خبرداری ورکړ چې ملیشې او وسله والې ډلې به حساب ورکولو ته اړ باسي. ولسمشر غني د پنجشنبې په ورځ وویل "اوس هغه وخت رارسیدلې چې د قانون په ټینګښت کې باید قاطعیت ولرو. غیرمسووله وسله وال کسان باید زما پیغام واخلي چې مسووله کیږې به که نو مسووله به مو کړو. "