غزني کې توغندیو د دفاع وزیر غونډه ګډه وډه کړه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، دغه ولایت کې د دفاع وزیر او نورو امنیتي چارواکو ترمنځ غونډې ته یوه توغندي د دوی غونډه ګډه وډه کړه. پر غزني ښار درې توغندي ویشتل شوي.

د غزني سیمه ییز چارواکي وايي، د یکشنبې په ورځ ‎ (چنګاښ ۱۷مه) دغه ولایت ته د دفاع وزیر د سفر پرمهال پر غزني ښار درې توغندي توغول شوي.

غزني کې د بي بي سي خبریال اسدالله جلالزی وايي، غونډه د غزني د ولایت مقام اړوند پوځي همغږۍ په دفتر کې د غزني د والي او نورو چارواکو او د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي او د ملي امنیت د ریاست مرستیال ترمنځ روانه وه

.

یو توغندی د هغې ودانۍ مخې ته ولګېد چې دوی پکې راغونډ شوي وو.

نوموړی وايي، په دې سره یاده غونډه ګډه وډه شوه، خو توغندي د ملي اردو دوه سرتېري ټپیان کړل.

دفاع وزیر طارق شاه بهرامي د یکشنبې په ورځ له یوه امنیتي پلاوي سره غزني ښار ته تللي دي.

د غزني د والي ویاند عارف نوري وايي، دویم توغندی د پوهنې ریاست ودانۍ کې لګېدلی چې ددغه ریاست درې کارکوونکي یې ژوبل کړي او درېیم توغندي د ښاروالۍ ریاست کې لګېدلی او دوه مامورین یې ټپیان کړي.

دا توغندي له لوېدیځ لوري پر غزني توغول شوي.

غزني له نسبتاً ناامنه ولایتونو ګڼل کېږي.

له تېرو درو ورځو راهیسې پر غزني ښار هره ورځ درې توغندي توغول کېږي.