د ملي نجات ټلواله: جنرال دوستم بېرته افغانستان ته راولو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په افغانستان کې د نوې رامنځته شوې "ملي نجات ټلوالې" یو شمېر مشرانو ویلي، که حکومت د ولسمشر له لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم سره روانه لانجه ژر تر ژره حل نه کړي نو دوی به نوموړی د حکومت له اجازې پرته بېرته افغانستان ته راولي.

د بلخ پخواني والي عطا محمد نور، د اجرائیه ریاست دویم مرستیال محمد محقق، او د جنرال دوستم د دفتر مشر عنایت فرهمند دغه څرګندونې په مزار شریف ښار کې یوې خبري غونډې ته وکړې

.

ښاغلي محقق په خپلو څرګندونو کې پر افغان ولسمشر محمد اشرف غني غږ وکړ چې د افغانستان ټولو قومونو ته دې درناوی وکړي، او یوازې خپلو یو شمېر سلاکارانو ته دې غوږ نه نیسي.

نوموړي وویل:

"تر اوسه مو غوښتنه کوله چې جنرال صاحب دوستم دې راشي. خو تر دې وروسته وایو چې جنرال دوستم راولو. پرېږدئ چې د نړیوالو او د حکومت غوږونه خلاص شي. که یې دوی نه راولي، موږ یې راولي. بیا که افغانستان د بحران خوا ته ځي نو لاړ دې شي. پړه به یې د هغو کسانو پر غاړه وي چې بحران جوړوي".

د بلخ پخواني والي عطا محمد نور هم د راتلونکو پارلماني ټاکنو په تړاو پر حکومت نیوکې وکړې.

د نوموړي په وینا، په ځینو ولایتونو کې په لویه کچه درغلي روانه ده، او که د دې وضعیت مخنیوی ونشي نو ټاکنې د بحران خوا ته تللی شي.

نوموړي خبریالانو ته وویل:

"که ټاکنې بحراني شوې نو د منلو وړ به نه وي. که داسې وشول، بیا موږ د لنډمهالي حکومت وړاندیز کوو. دا لنډمهالی حکومت دوه یا درې کاله دوام کولی شي، او واک به ولري چې د ټاکنو په نظام او کمیسون کې اصلاحات راولي، تذکرې وویشي، لویه جرګه را وغواړي او اساسي قانون کې بدلون راولي او ان کولی شي صدارتي نظام رامنځته کړي".

په یاده غونډه کې د جنرال دوستم د دفتر مشر عنایت بابر فرهمند هم خبرې وکړې.

نوموړي مرکزي حکومت ته خبرداری ورکړ چې په فاریاب ولایت کې د جنبش ګوند ځایي قومندان نظام الدین قیصاري دې ژر تر ژر خوشې کړي، که نه په شمالي ولایتونو کې پيل شوي لاریونونه به نورو سیمو ته هم وغځېږي.

ښاغلي فرهمند تور ولګاوه چې حکومت قومندان قیصاري له دې کبله نیولی چې په شمال کې د طالبانو پر ضد جنګېده.

نوموړي زیاته کړه، حکومت په دې کار سره غواړي چې په شمال کې د طالبانو واکمنۍ ته لار پرانیزي.

ښاغلي فرهمند هم د محمد محقق دا خبره ور غبرګه کړه چې د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم دې ژر تر ژر بېرته هېواد ته راستون شي.