کابل: امنیتي ځواکونو د 'عبدالعلي مزاري پلویانو' په نامه وسله واله ډله نیولې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

امنیتي سرچینې وایي، د ملي امنیت ځواکونو تېره شپه یوه وسله واله ډله نیولې چې ځان د 'عبدالعلي مزاري پلویان ' بولي.

دغه ډله ځان د 'رهبر فدایان ' بولي او وایي چې په شخصي وسلو د شیعه مذهبو د عبادت ځایونو ساتنه کوي.

د دې ډلې یوې سرچینې بي بي سي ته منلې چې حکومتي ځواکونو د دوی درې مشران نیولي دي

.

کابل کې امنیتي سرچینو منلې چې څارګرې ادارې تېره شپه د ښار لودیځ دشت برچي سیمه کې د 'رهبر شهید مزاري ' د فدایانو په نامه ډلې پر یوه مرکز چاپه وهلې.

د رهبر فدایانو په نوم دغه مرکز له شاوخوا یوه کال راهیسې جوړ شوی او یو شمېر هغه وسله وال ځوانان په کې دي چې وایي د شیعه عبادت ځایونو ساتنه کوي.

د یاد مرکز غړي ځانونه د وحدت ګوند د پخواني مشر عبدالعلي مزاري پلویان بولي.

د دغه مرکز یوشمېر غړي هغه کسان دي چې د کورنیو چارو وزارت په همغږۍ د شیعه عبادت ځایونو او د محرم د مراسمو د ساتنې لپاره وسلې ورکړل شوې دي.

د شیعه مذهبو د مرکزونو د ساتنې ولسي ځواک شاوخوا کال وړاندې د حکومت او شیعه مشرانو له همغږۍ وروسته له هغه جوړ شو چې داعش ډلې کابل او یوشمېر ولایتونو کې د شیعه مذهبو پر عبادت ځایونو خونړي بریدونه وکړل.

د ملي امنیت ریاست د کابل ښار لویدیځ کې د عملیاتو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو کابل کې د اتلسمې امنیتي حوزې آمر حمید رضا کوهي هم وایي چې د دوی په ساحه کې تېره شپه ملي امنیت عملیات کړي، خو په خبره یې د پولیسو له همغږۍ پرته.

په خپله دغه مرکز ته یو نژدې کس او د کابل لودیځ کې د شیعه ځوانانو یو استازی غلام رضا براتي وایي، عملیاتو کې د دوی درې مشران نیول شوي دي.

ښاغلی براتي وایي، د رهبر فدایانو مرکز څه باندې زر غړي لري چې په خپلو وسلو د امنیت ټینګښت او د نشه یي توکو د خرڅلاو د مخنیوي هلې ځلې کوي:

'' د شپې د رهبر د فدایانو پر مرکز برید کیږي، له بریده وروسته امنیتي ځواکونو درې تنه عزیزالله کماندو، امیرحسین او جواد له ځان سره بیولي دي، مرکز کې نور کسان هم و، خو هغوی سره یې غرض نه دی کړی، درې کسان چې وړل شوي دي، په دې وروستیو کې یې د نشه یي توکو د خرڅلاو په مخنیوي کې ښه رول درلود، دغه هلکان هم د بریدونو، ناامنیو او چاودنو او هم د نشه یي توکې د خرڅلاو په مخنیوي کې له دولت سره همکاري کوي. ''

ښاغلی براتي وایي، اوس مهال د دوی ملاتړ د محمد محقق او کریم خلیلي په ګډون د هزاره توکمو د یوشمېر نورو مشرانو له خوا کېږي، خو تراوسه دغو چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.