لوی درستیز او د کورنیو چارو مرستیال وزیر فاریاب ته رسېدلي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په فاریاب او یو شمېر نورو شمالي ولایتونو کې له تاوتریخجنو مظاهرو وروسته لوی درستیز جنرال شریف یفتلي او د کورنیو چارو ستر امنیتي مرستیال اختر محمد ابراهیمي فاریاب ته رسیدلي دي.

دغه مظاهرې د جنبش ګوند د یوه وتلي قومندان نظام الدین قیصاري د نیولو په غبرګون کې شوي دي.

په فاریاب کې مظاهره چیانو د ولایت ودانۍ ته اور اچولی او د چارواکو په خبره ټوله شتمني او اسناد یې چور کړي دي، خو په نورو ولایتونو کې د تاوتریخوالي راپور نه دی ورکول شوی

.

چارواکي وایي چې یوشمیر مظاهره کوونکي له وسلو سره راوتلي وو چې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې یو کس وژل شوی او یوشمیر نور ژوبل دي.

د فاریاب د روغتون یوې سرچینې بي بي سي ته ووېل چې د پیښې له ځایه وروړل شوي نهه ټپیان تر درملنې لاندې دي او یوازې د یوه روغتیایي وضعیت نازک دی.

د جنبش د یوه وتلي قومندان نظام الدین قیصاري د نیولو په غبرګون کې مظاهرې نن د فاریاب له پولو واوښتې او په جوزجان، بلخ، سرپل او سمنګان ولایتونو کې هم خلک په دې اعتراض واټونو ته راووتل.

د مظاهرو یو مسوول او د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د دفترمشر عنایت بابرفرهمند وایي، تر هغو چې ښاغلی قیصاري خوشې نه شي، مظاهرې به یې روانې وي:

"زمونږ د معلوماتو له مخې، کله چې ځانګړو ځواکونو د فاریاب د لوا په قومندانۍ کې ښاغلی قیصاري نیولی، ډبولی یې دی، کابل ته په لاره یې هم ربړولی دی، اوس یې روغتیایي وضعیت ښه نه دی، موږ غواړو چې دولت نظام الدین قیصاري خوشې کړي، که نه خپلو مظاهرو ته دوام ورکو او د عواقبو مسئولیت یې هم د مرکزي حکومت پر غاړه دی."

په شمال کې د پوځ مسوولان وایي، په پوځي برخه کې د جنرال دوستم استازی نظام الدین قیصاري ځایي چارواکو ته له پرله پسې ګواښونو وروسته وړمه شپه د ځانګړو ځواکونو له خوا ونیول شو او کابل کې عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شو.

چارواکو ویلي، نظام الدین قیصاري څو ځله له خپل موقفه په ناوړه ګټې اخیستنې ناقانونه کړنې ترسره کړي او ګڼ شمېر خلک یې ځورولي دي.

په شمال کې د شاهین قول اردو مسوولان وایي، غرمه مهال پوځ د فاریاب مظاهره کوونکي تیت او پرک کړل او ښار یې په خپل کنټرول کې راوست.

د قول اردو ویاند حنیف رضایي بي بي سي ته وویل، مظاهره کوونکو له اوله سره د تاوتریخوالي نیت درلود:

"په فاریاب کې خلک د مدني حرکت په نیت راغونډ شوي وو، خو له پیله مظاهره تاوتریخجنه وه، یوشمیر مظاهره چیانو وسلې درلودې، دوی لومړی د فاریاب د ملي امنیت پر ریاست یرغل وکړ او په امنیتي کسانو یې ډزې وکړې، هلته چې بریالي نه شول، د ولایت مرکز خواته راغلل او د ولایت د مقام ور یې مات کړ، دوی د ولایت ودانۍ ته دننه شول او ټوله شتمني یې لوټ کړه."

 

ښاغلي رضایي زیاته کړه چې د ولایت ودانۍ یوشمیر برخې سوځیدلي او شپږ تنه مظاهره چیان د شتمنیو د چور پر مهال نیول شوي دي.