ولسمشر غني: 'له دې وروسته نامسؤول وسله وال نه منم'

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دی چې تازه د افغانستان ختيځ ننګرهار او لغمان ته سفر کړی، پرون يې د ۲۰۱ سېلاب قل اردو کې پوځ ته په وینا کې وويل، د پوځ يو سرتېري ترې وغوښتل، چې حکومت د غيرې مسؤوله وسله والو پر وړاندې ودرېږي.

ښاغلي غني د اشارې په توګه، د شمالي فاریاب ولایت په میمنه کې د قومندان نظام الدين قيصاري، د ارزګان د امنيت پخواني امر رحيم الله چې وړمه ورځ کابل کې ونيول شو او د افغانستان په لويديځ کې د يو بل نيول شوي سيمه ييز پوليس نيول يې د هماغه پوليس د غوښتنې ځواب ياد کړ

:

"څو زورواکي وو،‌ په دې اونۍ کې مې د درېیو زورواکو لاسونه وتړل او کابل ته مې راوړل."

ښاغلي غني زياته کړې، له دې وروسته نامسؤول وسله وال نيسي او په دې پرېکړه کې جدي دی:

"له همدې کبله مې پرېکړه وکړه چې له دې وروسته نا مسؤول وسله وال نه منم."

په فاریاب او یو شمېر نورو شمالي ولایتونو کې له تاوتریخجنو مظاهرو وروسته لوی درستیز جنرال شریف یفتلي او د کورنیو چارو ستر امنیتي مرستیال اختر محمد ابراهیمي فاریاب ته رسیدلي دي.

دغه مظاهرې د جنبش ګوند د یوه وتلي قومندان نظام الدین قیصاري د نیولو په غبرګون کې شوي دي.

په فاریاب کې مظاهره چیانو د ولایت ودانۍ ته اور اچولی او د چارواکو په خبره ټوله شتمني او اسناد یې چور کړي دي، خو په نورو ولایتونو کې د تاوتریخوالي راپور نه دی ورکول شوی.

چارواکو ویلي، نظام الدین قیصاري څو ځله له خپل موقفه په ناوړه ګټې اخیستنې ناقانونه کړنې ترسره کړي او ګڼ شمېر خلک یې ځورولي دي.

بي بي سي ته د ښاغلي قیصاري د یوې داسې غونډې ویډیو هم رسېدلې چې نوموړي په کې ګډون کوونکو ته چې والي او امنیه قومندان هم په کې و، د مرګ ګواښ کوي:

"درنو دوستانو، که نن شپه جمعه بازار او شیرین تګاب سقوط وکړ، زه به تاسې ټول ووژنم، که مې ونه وژلئ، زه به د پلار زوی نه یم."

افغان حکومت په یوه نوي اقدام کې غواړي چې حکومت پلوه ملیشې له منځه یوسي او پر ځای یې د سیمه ییز یا کلیوالي پوځ غړي وګماري.

ځایي ملیشې که څه هم د وسله والو مخالفانو په ځپلو کې ګټور رول لري، خو حکومت وایي اوس ورته معلومه شوې چې د ګټې ترڅنګ خلکو ته زیان هم اړوي.

پر دغو ملیشو د بشري سرغړونو تورونه هم شته او په ځینو ولایتونو کې له مافیایي کړیو او ان وسله والو مخالفانو سره یوځای کیږي.

افغان حکومت څه موده وړاندې وویل چې د محلي پوځ د جوړولو عملي هڅې یې پیل کړي او د دې پلان له مخې به د پوځ پخواني کسان په خپله خوښه د دولت چوکاټ ته راځي او د خپلو سیمو ساتنه به کوي.

دفاع وزارت ویلي محلي اردو به د محلي پولیسو دنده مخ ته بیایي خو په دې توپېر چې مشران به یې د محلي پولیسو د مشرانو پرتله مسلکي وي او له اړتیا سره سمه روزنه به ورکول کیږي.