د نايجريا پر بې وزلانو د پخواني پوځي مشر غلا کړې پیسې وېشل کېږي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د نایجریا حکومت وايي د هغه هېواد د پخواني پوځي مشر ساني اباچا لخوا غلا شوې پیسې په بې وزلو کورنيو وېشي.

وروسته له هغې چې سوېسي چارواکو د يادو پیسو څه باندې ۳۰۰ مېليونه ډالره بېرته هغه هېواد ته ورکړل وټاکل شوه چې د وېش دا لړۍ راروانه میاشت پیل شي.

دغه پیسې اباچا په ۱۹۹۰مو کلونو کې پټې کړې وې او ټاکل شوې چې درې سوه زره کورنيو ته ووېشل شي چې هر یوې کورنۍ ته به د مياشتې څوارلس ډالره ور رسېږي

.

کتونکو دا وېره هم څرګنده کړې چې ښايي د دغو پیسو وېش د را روان کال په ټاکنو کې د نفوذ د ښندنې لپاره وکارېږي.

دا پیسې به د نایجريا د ۳۶ ایالتونو په نولسو هغو کې وېشل کېږي او دا لړۍ به تر شپږو راتلونکو کلونو دوام کوي.

دا پیسې لومړۍ په لوکزامبورګ کې ساتل شوې وې او د هغو ميلیاردونو ډالرو یوه برخه ده چې د ۱۹۹۳ او ۱۹۹۸ کلونو تر منځ په واک کې د اباچا د پاتې کېدو پر مهال غلا شوې دي.

هغه په ۱۹۹۸ کال کې د جون په اتمه نېټه په ظاهرا د زړه د حملې له امله د مرګ تر شېبې په نایجريا سخت زړی واک وچلاوه.

اوسني ولسمشر محمدو بوهاري په ۲۰۱۵ کې د ولسمشرۍ په منډو ترړو کې د دغو پیسو بیا راپیدا کول ډېر جدي يادول. هغه ويلي بیا هم ټاکنو ته نوماندېږي.

وېل کېږي چې سوېسزرلنډ په تېرو لسو کلونو کې شاوخوا يو مېلیارد امريکايي ډالره بېرته نایجریا هېواد ته ورستانه کړي.

له نایجريا سره په خبرو کې يوه ښکېل سوېسي چارواکي روبرتو بالزريتي تېر کال بي بي سي ته ویلي و چې بېرته نایجريا ته د دغو پیسو پر ورکړه سخت شرایط هم لګول شوي.

بې وزلو کورنيو ته د نغدو پیسو د ورکړې پروګرام د نایجريا د ټولنیزې هوساينې د پروګرام (NAASP) برخه ده.

د دغې لړۍ لومړی پړاو پیسې په را روانه جولای مياشت کې د نړیوال بانک تر څارنې او ارزونې لاندې وېشل کېږي.

ښاغلي بلازاريتي ویلي که د وېش یاده لړۍ په سم ډول پر مخ لاړه نشي نو مخه به يې ونيسي او په دې ډول به د دغو پیسو د بیا غلا کېدو مخه ونيسي.