افغان ولسمشر: د سولې په برخه کې انحصار ماتوم

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد اشرف غني چې له وسله والو طالبانو سره د اختر په مناسبت د شوي اوربند او د سولې د وروستیو هڅو په تړاو يې خبريالانو ته وينا کوله، د یو اړخيز اوربند رسمي پای هم اعلان کړ او په ټول افغانستان کې يې خپلو ځواکونو ته د پوځي عملياتو اجازه ورکړه

.

هغه وویل تېر اوربند د سولې په برخه کې شته یخ مات کړ، که څه هم د اوربند پر مهال يې ځواکونه د تیارسۍ په حال کې وو او د دولت د مخالفينو ټولو بريدونو ته يې ځواب وېلی.

ښاغلي غني دا هم وویل چې حکومت لکه څرنګه چې د جګړې مخالف لوری تعریف کړی او اوس معلومه شوې چې د چا خلاف جنګېږي، اوس د سولې لوری هم تعریفوي او پوهېږي چې له چا سره سوله وکړي.

محمد اشرف غني چې له وسله والو طالبانو سره د اختر په مناسبت د شوي اوربند او د سولې د وروستیو هڅو په تړاو يې خبريالانو ته وينا کوله، دغه راز په څلورو پړاوونو کې د تلپاتې سولې لپاره خپله عملي طرحه هم اعلان کړه.

هغه اوربند بريالۍ تجربه وبلله او ټینګار يې وکړ چې اوس په هېواد کې د سولې لپاره سيمه ييزه او نړیواله اجماع رامنځته شوې.

هغه ټینګار وکړ چې د اجماع او د سولې د طرحې تر منځ بايد توپیر وشي او په وينا يې د سولې په طرحه به وروسته د خبرو په جريان کې هوکړه کېږي.

ولسمشر هغه اوازې هم رد کړې چې ګواکې طالبانو ته ځانګړې خوندي سيمې ورمشخصېږي او ټینګار يې وکړ چې په پراخه کچه کورنۍ، سيمه ييزه او نړيواله اجماع د سولې د روانو هلو ځلو بنسټ جوړوي او په هغو کې داسې څه نشته.

افغان ولسمشر پر طالبانو د حکومت او خلکو د سولې ډېرېدو نارو ته هم اشاره وکړه او ويې ویل چې دا په طالبانو پورې اړه لري چې اوس له دغو غوښتنو سره څرنګه چلند کوي.

هغه د طالبانو له خوا د احتمالي بيا ځلي اوربند غوښتنې ته هم د مثبت ځواب په ورکولو وویل، که بيا ترې غوښتنه وشي چمتو دی چې اوربند وکړي.

محمد اشرف غني په خپل حکومت کې فساد د یوه کوچني اقلیت کار وباله او ويې ویل چې د هغه حکومت ته له ورپاتې میراثي ستونزو سره سره د پرمختګونو په حال کې دی.

د سولې په برخه کې د پاکستان او سيمې د ملاتړ په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې هغه وویل، له پاکستان سره په دې برخه کې پرمختګ شوی.

د نوموړي په وینا، له دغه ګاونډي سره په تېرو څلوېښتونو کې هغه خبرې چې بایده وې نه دي شوې او د سيمه یيزې نښلونې په برخه کې يې د خپل حکومت کار هیله بښونکی وباله.

افغان ولسمشر د افغانستان او سوېلي اسیا په تړاو د امریکا په تګلاره کې کارېدونکی زور هم د سولې په خاطر وباله او ډاډ یې وښود چې سيمه ييز او نړیوال همکاران يې د سولې د سياست ملاتړ کوي.