د افغانستان د کورنیو چارو وزیر له طالبانو سره ولیدل

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر له طالبانو سره ولیدل

د افغانستان د کورنیو چارو زیر ویس احمد برمک تر ټولولوړ پوړی افغان چارواکی دی چې د اوربند په دویمه ورځ یې له وسلوالو طالبانو سره ولیدل.

خواله رسنیو کې ویل شوي چې دغه افغان وزیر د وسلوالو طالبانو هرکلي لپاره د کابل ښار کمپنۍ سیمې ته تللی.

خو نوموړي د بي بي سي خبریال عصمت بهیر ته وویل، په ګزمه روان و چې وسلوال طالبان یې ولیدل او ور کوز شو.

"د میدان وردګ په لار مې ګزمه کوله چې وسلوال طالبان مې له موټر ولیدل، دوی خپل موټر ودراوه زه هم ور کوز شوم چې احوال پرسي ور سره وکړم".

نوموړی په دې خبر نه دی چې خلکو یې سیلفي انځور اخیستی او په خندا وايي، چې دا انځور ورته جنجال جوړ نه کړي.

"ما طالبانو ته وویل، چې دا خو نظام دی کومه ستونزه او مشکل خو به نه وي کومه ستونزه ګورې او ځورول شوی خو به نه یې. هغوی ویل چې نه ښې خبرې دي بیا ما ترې وپوښتل چې مشکل نشته نو وسله پر ځمکه کېږدئ او سوله وکړئ.".

هغه هیله لري چې دا اوربند د تلپاتې سولې لپاره یو ښه پیل وي.

"موږ هڅه کړې او نیت او اراده لرو چې سوله راشي".

د اوربند غځولو هیله

 

په هرات ولایت کې د عزت الله په نامه د طالبانو یو ځایي مشر واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ویلي، دوی ولیدل چې افغان ولس دې اوربند ته څومره خوشحال و.

نوموړي زیاته کړې چې د طالبانو مشران به اوس پر دې غور کوي چې د دې اوربند د غځولو شونتیا شته او که نه.

افغان حکومت د روژې له ۲۷ د اختر تر پنځمې اوربند اعلان کړ.

ورپسې وسلوالو طالبانو هم د کوچنۍ اختر درې ورځې اوربند وکړ.

د کورنیو چارو وزیر وايي په دې دوو ورځو کې اوربند ټینګ دی او کومه پېښه نه ده شوې.