مسعود: شمال کې ډېرې جګړه کونکې ډلې جمعیت او جنبش پورې تړلې دي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان د اسلامي جمعیت ګوند مرستیال او د ښې حکومتولۍ په برخه کې د ولسمشر محمد اشرف غني پخوانی ځانګړی استازی احمد ضیا مسعود وايي، اوسمهال د افغانستان په شمال کې د حکومت پر ضد زیاتره جګړه د جمعیت او جنبش ډلې کسان کوي.

احمد ضیا مسعود د دې لامل په سیاسي بهیر کې د خلکو نه ورګډول په ګوته کوي.

خو د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار وايي، د حکومت په هر ډول چارې کې د جمعیت ګوند مخامخ شریک دی.

بلخوا د افغانستان د دفاع وزارت وايي، هر څوک چې د دوی د ځواکونو پر ضد جنګیږي دوی یې د ترهګر په توګه پېژني.

د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال محمد عالم ایزدیار د زوی سالم ایزدیار د وژل کېدو د لومړي تلین په مراسمو کې چې په کابل کې ترسره شول د حکومت پر ضد توندې او سختې خبرې وشوې.

د اسلامي جمعیت ګوند مرستیال او د ښې حکومتولۍ په برخه کې د ولسمشر پخوانی ځانګړی استازي احمد ضیا مسعود ادعا وکړه چې د افغانستان په شمال کې زیاتره جنګېدونکي په جمعیت او جنبش ګوندونو پورې تړلي کسان دي.

'' دا اوس چې په شمال کې زیاتره ډلې جګړه کوي زیاتره یې په جمعیت پورې تړلې دي. هغه ډلې چې په فاریاب یا جوزجان کې جګړه کوي یا په جمعیت او یا هم په جنبش پورې تړلي دي. دا ځکه چې خلک په رڼه توګه خپل سیاسي ونډه په سیاسي بهیر کې نه ویني. کله چې زه په جوړښت کې خپل شتون ونه وینم او د خپلو رایو پایله ونه وینم، ښکاره خبر ده چې ټوپک را اخلم او د حکومت پر ضد جګړه پیلوم. ''

احمد ضیا مسعود چې په تېرو ټاکنو کې یې د ولسمشر غني ملاتړ کړی و، ادعا وکړه چې ارګ به راتلونکو ټاکنو کې بې طرفه نه وي او لاسوهنه به کوي. نوموړي په دې لړ کې غوښتنه وکړه، چې باید د یوه موقت حکومت په مشرۍ کې ټاکنې تر سره شي.

بل لور ته د افغانستان د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار په همدغه غونډه کې د احمد ضیا مسعود د خبرو په غبرګون کې وویل چې جمعیت ګوند مخامخ اوسني حکومت په جوړولو کې شریک دی او د دوی دغه راز څرګندونې د خلکو تر منځ د بې اتفاقي لامل کېږي:

''که درغلي وه هم تاسو کړې، که تقلبي نظام رامنځ ته شوی هم تاسو راوړی، که دا نظام قاتل دی هم تاسو یې په قتل کې شریک یاستی. نو د درنو قومونو ترمنځ نور بې اتفاقي مه اچوئ. نو له همدې کبله د یوه مجاهد ورور په توګه زه له جمعیته سخت خپه یم. ''

په وروستیو کې د افغانستان په یو شمېر شمالي ولایتونو کې جګړو زور اخیستی دی. د شمېرو له مخې په وروستیو پېښو کې امنیتي ځواکونو ته د سر درانه زیانونه هم اوښتي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش وايي هر هغه څوک چې له افغان امنیتي ځواکونو سره جنګیږي دوی یې د ترهګرو په نوم پېژني.

د افغانستان اسلامي جمعیت او ملي جنبش ګوندونه د عدلیې په وزارت کې ثبت شوي ګوندونه دي چې په آزاده توګه د سیاسي فعالیت اجازه لري.