پېښور نه تورخم پورې دڅلور غبرګي سړک جوړؤلو کې نړیوال بانک مرسته کوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

نړیوال بانک دپاکستان اؤ افغانستان ترمینځ د سوداګرۍ د ودې دپاره دپېښور نه پاک افغان پولې تورخم پورې دیو څلور غبرګي سړک جوړؤلو دپاره مرستې ورکولو ته غاړه اېښې ده.

ټاکل شوې ده چې نړیوال بانک به پاکستان سره د شاوخوا۵۶ کروړه ډالرو مرسته کوي چې دا پېسې به داسانو شرطونو ورکولو په اساس دپورونو یوه برخه وي.

نړیوال بانک پخپل یو بیان کې ویلي چې دپېښور نه تر تورخم به ۴۸کلو میټره څلور غبرګی سړک غځولو کیږي چې دې سره دپاکستان اؤ افغانستان ترمینځ سوداګري ورکړه راکړه اؤ سیمه ییز تماسونه وده ومومي

.

نړیوال بانک ویلي د۴۶کروړه ډالرو په لګښت جوړیدونکې دا سوداګریزه لاره به نه یوازې دپاکستان اؤ افغانستان بلکې دمنځنۍ ایشیاء دهیوادونو کاروباریانو دپاره هم ډیره ګټوره اؤ سودمنه وي.

دپاکستان اؤ افغانستان دګډ سوداګریز اطاق مشر زبیر موتي والا دامریکا غږ اردو څانګې ته ویلي چې افغانستان د صنعت اؤ تجارت درشل ته ور دننه کولو دپاره دداسې پرژو پیل کول زیات ارزښتمن دي.

هغه ویلي ددې پروژې سره به دپاکستان اؤ افغانستان ترمیځ سوداګریزه ورکړه راکړه سیوا شي اؤ دواړه هیوادونه به دتجارتي اړیکو غځولو یو ښه فرصت ومومي.

ښاغلي زبیر ویلي هرکله چې خپلو کې تجارت سیوا شي ، راشه درشه کې اسانۍ پیدا شي نو ددې اغیز په نورو څانګو هم کیږي اؤ هیله ده دداړو هیوادونو ترمینځ به ورسره دنورو ستونزو په هواري کې هم لاس امداد وشي.

د پاکستان مرکزي بینک وایي چې پس د دوو کلونو، د افغانستان او پاکستان ترمنځ تجارت بیرته پراخه شوی او افغانستان ته د پاکستاني برامداتو (صادراتو) ارزښت په تیر یو کال کې، یو ارب او ٢٨ کروړه ډالرو ته رسیدلی دی.

د دې نه وړاندې د دواړو هیوادونو تجارت ٩٥ کروړه او ٦٠ لکو ډالرو ته راکوز شوی و چې سبب یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر پوله شخړې او د افغانستان په بازارونو کې د هند او چین د مصنوعاتو موجودګي بلل کیږي.

د پاکستان نه افغانستان ته اکثره برامدات، خوراکي شیان دي لکه غنم، اوړه، وریجې، غوښه لیږل کیږي خو له افغانستان نه پاکستان ته اکثره میوې او تازه سبزي راوړل کیږي. مخکې تردې به کپړې او درمل به هم له پاکستان ته افغانستان ته صادریدل، خو په مارکیټونو کې د چین او هند نه راوړل شویو کپړو او درملو د پاکستاني هغو بازار سوړ کړو.