پښتون ژغورنې غورځنګ په رزمک کې غونډه وځنډوله

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پښتون ژغورنې غورځنګ او د حکومت ملاتړو کسانو د جرګې له خبرو وروسته دغه غورځنګ د شمالي وزیرستان په رزمک کې غونډه وځنډوله.

په مقابل کې حکومت ژمنه کړې چې د غورځنګ ټول نیول شوي غړي به خوشي کوي.

دا جرګه د سې شنبې په ورځ پېښور کې جوړه شوې وه، چې پکې د حکومت له لوري اجمل وزیر، ملک خان مرجان او شاه فرمان او د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ مشر محسن داوړ او نورو غړو ګډون درلود

.

د بي بي سي خبریال عزیز الله خان وايي، له جرګې وروسته ګډه خبر غونډه کې وویل شول چې پښتون ژغورنې غورځنګ د شمالي وزیرستان رزمک کې د اختر پر دریمه غونډه نه کوي.

محسن داوړ بي بي سي ته وویل، د دې غونډې ځنډولو په بدل کې حکومت د پي ټي اېم ټول نیولي کسان خوشي کوي.

"د نیول شویو کسانو شمېر معلوم نه دی، خو ډېر کسان نیول شوي، چې ځینې د اسلام اباد او یو څه د شمالي او سوېلي وزیرستان په جېلونو کې بندیان دي".

نوموړی زیاتوي چې څو ورځې مخکې هم حکومتي جرګې او پښتون ژغورنې غورځنګ اوږدې خبرې درلودې:

"په هغه جرګه کې په ډېرو مسلو کې پرمختګ وشو، خو په اوسنۍ جرګه کې دوه مهمې پرېکړې وشوې چې سملاسي به پلې کېږي".

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر علي وزیر وايي، نږدې اونۍ مخکې د سوېلي وزیرستان په مرکز واڼه کې د حکومت ملاتړو طالبانو له ډزو وروسته حالت خراب دی.

په هغه برید کې د غورځنګ تر شپږو کسان ووژل او تر څلوېښتو ټپیان شول.

دا ډول د شمالي وزیرستان په میرغلي کې هم حالت کړکېچن دی، ځکه ځايي خلکو تېر دوو اونیو کې د هدفي وژنو غبرګون کې لاریون کړی دی.