د پاکستان پوځ لوی درستیز قمر جاوېد باجوه کابل ته تللی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پاکستان پوځ وايي، لوی درستیز یې جنرال قمر جاوېد باجوه کابل ته تللی. د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ښاغلی باجوه له افغان ولسمشر او افغان چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د د افغانستان-پاکستان د عمل پلان" پر تطبیق خبرې وکړې.

په اسلام اباد کې سرچینې وايي، د پاکستاني پوځ لوی درستیز به له افغان چارواکو سره هلته د سولې او ثبات په تړاو خبرې وکړي

.

د پاکستاني پوځ لوی درستیز کابل ته داسې مهال سفر کوي، چې لاهم کابل هلته د هرې ناخوالې تر شا اسلام اباد تورنوي او لاهم وايي، چې د پاکستان پر خاوره د وسلوالو پټنځایونه دي.

وړمه ورځ له بي بي سي سره مرکه په اسلام اباد کې افغان سفیر ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال ویلي و، لاهم د اسلام اباد پر طالبانو نفوذ شته، خو دده په ټکیو دومره زیات هم نه دی، لکه چې کابل وايي او دومره لږ هم نه دی، لکه چې اسلام اباد وایي.

رابط افسران

په وروستیو کې کابل او اسلام اباد دواړه په دې سلا شوي، چې د یوه بل هېواد ته خپل لېزانز افسران ولېږي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ بې باورۍ ته د پای ټکی کښېښودل شي.

د افغان او پاکستاني چارواکو په خبره، ددې لېزانز افسرانو کار به دا وي، چې په اسلام اباد کې مېشت افغان لېزانز افسر به له پاکستانیو امنيتي سرتېرو سره د وسلوالو پټنځایونه ته ځي او د پاکستان امنیتي سرتېري به دده په مخ کې هلته علمیات کوي او په کابل کې مېشت د پاکستان لېزانز افسر به له افغان چارواکو سره د وسلوالو پټنځایونو ته ځي او دده په مخکې به هر څه کېږي.

له مودې راهیسې کابل اسلام اباد د وسلوالو طالبانو په ملاتړ او هغوی ته د پټو او ښکاره پټنځایونو په ورکولو تورنوي، خو اسلام اباد تل دغه تورونه رد کړي دي. په دې وروستیو اسلام اباد هم په کابل داسې تورونه پورې کړي، چې ګواکې ددوی خاوره ځينې وسلوالې ډلې د پاکستان پر ضد کاروي، چې کابل يې تل دغه تورونه ناسم بللي دي.