ټرمپ: له کیم جونګ اون سره خبرې 'فوق العاده' وې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره یې تاریخي خبرې چې په یوه ګډه هوکړه پای ته ورسېدې (فوق العاده) وې.

په لاسلیک شوې هوکړه کې ښاغلي کیم ژمنه کړې، چې کوریا ټاپو به له اتومي وسلو پاکوي.

سنګاپور کې له دغې لیدنې وروسته ښاغلي ټرمپ یوې خبرې غونډې ته وویل، چې امریکا به سویلي کوریا کې پوځي تمرینات ودروي او دا چې ښاغلي کیم د توغندیو ازموینې مرکزونو ویجاړولو ژمنه کړې

.

پر هوکړې له لاسلیکونو وروسته ښاغلي ټرمپ وویل، امریکا غواړي پر شمالي کوریا لګېدلي بندیزونه لرې کړي، خو په وینا تر هغه مهاله به دغه بندیزونه پر ځای پاتې شي، چې امریکا له اتومي وسلو د سیمې پاکولو پر هڅو باوري شي.

د سینګاپور تفریحي ټاپو سینتوسا کې لومړی دواړو مشرانو یوه بل ته لاس ورکړ او وروسته یوازې د ژباړنو په ملګرتیا ۳۸ دقیقې له یوه بل سره خبرې وکړي. له غونډې وروسته دواړه مشران خبرې غونډې ته ورغلل او د پلاویو تر منځ هم غونډه وشوه.

د امریکا ولسمشر د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره تر خبرو وروسته خبریالانو ته وویل، شمالي کوریا د نااتومي کېدو په اړه خپله "نه بدلېدونکې ژمنه" وکړه چې په وینا یې د دواړو هېوادونو مشران د دوه اړخیزو اړیکو لپاره د نوي باب پرانیستلو لپاره چمتووالی نیسي.

دواړو ولسمشرانو په یوه بې سابقې کتنه کې یو بل ته په لاس ورکولو خبرې پیل کړې.

دا لومړی ځل دی چې د شمالي کویا مشر د امریکا له ولسمشر سره مخامخ لیده کاته لري.

ټرمپ وویل، دا ناسته یوه لویه لاسته راوړنه وه. کېم بیا له ټرمپ سره لیدنه یوه تاریخي شېبه بللې، چې په وینا یې نړۍ به یو لوی بدلون وویني.

واشنګټن هیله لري چې دا سرمشریزه به د شمالي کوریا د ټاپووزمې د بې وسلې کولو لپاره یوه پیلامه وګرځي.

 

ټرمپ خبریالانو ته په وینا کې وویل "له کېم سره د ښو اړیکو غوښتونکی یم."

نوموړي زیاته کړه: "ښه احساس لرم او ښې خبرې به دوام ومومي او په بې سارې توګه به کامیابې وي."

د شمالي کوریا مشر وايي، اوس غواړي د خپل هېواد پر اقتصاد پام ورټول کړي، پرې لګول شوي بندیزونه نرم کړي او خپل هېواد ته نړیواله پانګونه ورماته کړي.

کېم وویل: "په مخ کې مو لار اسانه نه ده" چې د نوموړي اشاره تېر کال له ټرمپ سره "لفظي جګړې" ته وه.

د دواړو مشرانو دا ۴۰ دقیقې لیدنه یوازې د دوو ژباړنو په حضور کې وه، چې بیا وروسته جګپوړي سلاکاران او چارواکي هم ورسره یوځای شول.

دواړوې غاړې څه غواړي؟

د امریکا متحده ایالتونه له شمالي کوریا غواړي په داسې یوه طریقه له اتومي وسلو ځان خلاص کړي، چې نړیواله ټولنه ترې ډاډمنه شي او بیا دوی اتومي وسلو ته مخه نه کړي.

خو شنونکي د هغه سبب پوښتلو په لټه کې دي چې ولې کېم له اتومي وسلو د تېرېدو لپاره چمتو شو.

دوی په دې اند دي چې کېم په دې لیدنې سره د نړۍ تر ټولو لوی مشر ګڼل کېږي.

د شمالي کوریا مشر وايي، اوس غواړي د خپل هېواد پر اقتصاد پام ورټول کړي، پرې لګول شوي بندیزونه نرم کړي او خپل هېواد ته نړیواله پانګونه ورماته کړي.

 

ډونلډ ټرمپ او کېم جونګ اون د امریکا او شمالي کوریا د واک پر ګدۍ ناست لومړني مشران دي چې خپلمنځي لیدنه لري.

د دوی دا لیدنه د واشنګټن او پیونګ یانګ او پخپله د ولسمشر ټرمپ او کېم جونګ اون تر یو کال خپلمنځي ګواښونو وروسته ده.

دواړو مشرانو له څو میاشتو ډيپلوماټیکو لوړو ژورو وروسته څو شیبې مخکې د سینګاپور د سینټوز ټاپو په یوه پرمختللي هوټل کې لاسونه سره ور کړل.

دوی اوس پر تاوتریخوالی کمولو او بې اټومي کولو خبرې کوي.

شنونکي څه وايي؟

څو میاشتې مخکې د دې خبرو او خپلمنځي لیدنې تصور هم نه کېده چې د شمالي کوریا پر جنجالي اټومي پروګرام څرخي.

شنونکي سره وېشلي چې له دې لیدنې به څه را ووځي.

ځینې یې پروپاګنډا بولي چې کېم جونګ اون یې ګټي او نور یې د سولې لپاره د لارې پیل.

د لیدنې درشل کې دواړه مشران یو بل ته سره ورغلل او د امریکا او شمالي کوریا د بیرغونو مخ ته یې لاسونه کلک سره ور کړل.

پټې خبرې

دواړو مشرانو د پټو خبرو خونې ته تر ننولو مخکې رسنیو ته لنډې خبرې وکړې.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ښاغلي کېم سره "د فوق العاده اړیکو" وړاندوینه وکړه.

"زه ډېر ښه احساس لرم، موږ به ډېرې خبرې ولرو او فکر کووم بریالي به یو. زما لپاره ویاړ دی او بې شکه چې ښه اړیکي به جوړ کړو".

د شمالي کوریا مشر هم وویل، "دلته راتګ اسان نه و، خنډونه و، خو موږ پر بریالي شوو او اوس دلته یو".

سپینه ماڼۍ وايي، دا پټې خبرې ۳۸ مینټه روانې وې، چې یواځې دوه ژباړن له ټرمپ او کېم سره پکې وو.

دوی بیا هم خپلمنځي لیدنه لري چې د دواړو لورو د پلاوو نور غړي به هم پکې وي.

ولې پام وړ ده؟

له لسیزو راهیسې شمالي کوریا یو ګوښه شوی حکومت دی، خو اوسنی مشر یې چې واک ورته په میراث رسېدلی د یوه دولتوال په څېر چلن کوي.

تېر کال به دا ډېره نادره صحنه وه چې د شمالي کوریا بیرغ د اسیا هر ځای کې رپاند ولیدل شي.

خو اوس ښاغلی کېم- چې یو تولیتار یا ډیکټاټور حکومت له خورا سخت سانسور او د اجباري کار پنډغالو سره پر مخ بیایي- له سترو مشرانو سره لیدنې او ناستې لري.

سینګاپور کې د بي بي سي خبریال روپرټ وېنګ فیلډ هیز وايي، دغلته چې څوک له ښاغلي کېم سره میلاو شوي د شمالي کوریا له پخوانیو مشرانو یې مختلف بولي او ان وایي چې له خپل پلار سره هم توپیر لري.

خو لا هم دا پوښتنه شته چې د نوموړي اند څومره توپیر لري او ریښتیا هم د نړیوالې ټولنې په تړاو د خپل هېواد دریځ بدلول غواړي که یه؟

خبرې د څه لپاره؟

امریکا غواړي شمالی کوریا د نړیوالې ټولنې په څار خپلې اټومي وسلې د تل لپاره له منځه یوسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایي، متحده ایالیتونه به یواځې "بشپړ، تایید وړ او د تل لپاره بې اټوميتوب" ومني.

خو زیاتوي چې واشنګټن به د دې په بدل کې پیونګ یانګ ته بې ساري امنیتي ضمانتونه ور کړي.

شنونکي وايي، کېم به ولې دا وسلې تسلیموي چې په ډېره سختۍ یې ترلاسه کړې دي.

دوی دا هم وايي، چې د نړۍ د تر ټولو ځواکمن مشر سره لیدنه هم د ښاغلي کېم لپاره یو بری دی.

د کوریاوو جګړه پای ته رسول

د ډونلډ ټرمپ او کېم جونګ اون په دې لیدنه کې به د کوریاوو ترمنځ د جګړې پر رسمي پای ته رسولو هم خبرې وشي.

د شمالي او سوېلي کوریاوو ترمنځ د ۱۹۵۰-۵۳ کلونو جګړه په اوربند سره پای ته رسېدلې، خو د سولې پرېکند تړون نه دی شوی.

ښاغلی ټرمپ وايي، چې په دې برخه کې د سولې هوکړه لاسلیکول به د دې خبرو "اسانه برخه" وي.