امریکا ته د چین ځواب؛ هر ځای ته پوځ او وسلې لېږو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

چین د امریکا د دفاع وزیر دا خبرې بې مسوولیته بولي، چې ویلي یې دي، بېجینګ سوېلي چین سمندرګي کې توغندي لګوي او خپل ګاونډیان وېروي.

د چین د پوځ یو لوړپوړي چارواکي تورنجنرال هي لي سینګاپور کې د شنبې په ورځ وویل، چې هېواد یې "د خپلې سیمې" هر ځای ته د پوځ او وسلې لېږلو پوره حق لري.

نوموړي دا خبره هغه امنیتي کانفرنس ته وکړه چې د امریکا دفاع وزیر جېمز متیس پکې ویلي، بېجینګ په سوېلي چین سمندرګي کې توغنديو لګولو سره خپل ګاونډیان وېروي

.

تورن جنرال هي لي زیاتوي د نورو هېوادونو بې مسوولیته خبرې د منلو نه دي.

د هي لي په خبره، سوېلي چین سمندرګي کې پوځ ځای په ځای کول د ملي دفاع پالیسۍ برخه ده او موخه دا ده چې څوک ولکه پرې ونه کړي.

"تر کوم ځای چې زموږ سیمه وي، تر هغه پوځ ځای په ځای کوو او وسله لېږو. کوم هېواد چې دې برخه کې شور جوړوي، زموږ په اند دا کار یې زموږ په کورنیو مسلو کې لاسوهنه ده".

د سوېلي چین سمندرګي پر ځینې سیمو د شپږو هېوادونو ترمنځ جنجال دی، خو چین دا ټول سمندرګی د ځان بولي.

بېجینګ په دغه سمندرګي کې ټاپوګان جوړوي او پوځ او وسلې هم پکې ځای په ځای کوي.

د چین ګاونډیان د دې هڅو له امله پر بېجینګ سختې نیوکې کوي.

تېره میاشت چین وویل، ووډي ټاپو کې یې جنګي الوتکه کېنولې.

په ځواب کې امریکا وویل، چې دا کار د سیمې ټیګاو ګواښي.

ویتنام او تایوان هم پر ووډي ټاپو دعوه لري.

د امریکا خبرداری

د امریکا دفاع وزیر هم وايي، په ټاپوګانو کې وسلې او پوځیان ځای په ځای کول دا پوښتنه را ولاړوي چې بېجینګ څه موخه لري.

جنرال متیس زیاتوي، چې بېجینګ دغه سمندرګي کې د الوتک وړونکو بېړیو ضد توغندي، له ځمکې هوا کې ویشتونکي او برېښنايي جېمرونه( رادار تېر اېستونکې وسیلې) لګولي دي.

د نوموړي په اند، د چین د دعوو اپوټه دا وسلې د وېرولو، ګواښلو او فشار اچولو لپاره دي:

"سوېلي چین سمندرګي کې د بېجینګ سیاست، یو مخ له هغې ستراتیژۍ سره ټکر کې دی، چې پر روڼتیا ولاړه وي او موږ پرې خبرې کوو".

د جنرال متیس په خبره د ډونلډ ټرمپ اداره "له چین سره رغوونکې او پایلې راوړونکې اړیکي " او "د امکان پر مهال همکاري "غواړي.

سوېلي کوریا کې امریکايي پوځیان

سینګاپور کې د خبرو پر مهال جېمز متیس زیاته کړه، چې روانه میاشت به د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون په لیدنه کې له سوېلي کوریا د امریکايي پوځیانو د اېستل مسله په اجنډا کې نه وه، او ویې ویل "زموږ هدف د کوریا ټاپووزمې بشپړ، تاییدېدونکی او نه تکرارېدونکی نا هستوي کول وي. "

هغه دا هم وویل، چې امریکا له اټومي وسلو پاکه کوریا ټاپووزمه غواړي.

په دا مهال د سوېلي کوریا دفاع وزیر سونګ یانګ مو د خپل امریکايي سیال د خبرو په تاییدولو سره خبریالانو ته وویل، چې هېواد کې یې امریکايي پوځیان د شمالي کوریا له اټومي وسلې بېله مسله ده.

سوېلي کوریا کې ۲۸ زره امریکايي پوځیان شته دي.