"د وزيرستان واڼه کې طالبانو څلور تنه وژلي او له ۴۰ زيات ټپيان کړي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پښتون ژغورنې غورځنګ يوه مشر محسن داوړ له بي بي سي پښتو سره خبرو کې وويل، د جنوبي وزيرستان د واڼه په کړي کوټ کې د طالبانو په ډزو کې لږ ترلږه څلور ولسي وګړي وژل شوي او له ۴۰ زيات ټپيان دي.

د نوموړي په وينا بريدګر تر ډزو وروسته له سيمې تښتېدلی دی.

محسن داوړ وايي د دې پېښې په غبرګون کې پېښور کې يو شمېر خلکو احتجاج کړی او سړکونو ته راوتلي دي

.

د جنوبي وزیرستان ځايي چارواکو هم د دې پېښې پخلی کړی او وايي د طالبانو او ځايي وګړیو تر منځ نښته کې لږ تر لږ لس تنه ټپيان شوي، چې په کې د ځينو حالت د اندېښنې وړ دی.

د ځايي حکومتي سرچینو په خبره طالبانو د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه مخکښ علي وزیر د تېلو پر پمپ برید کړی دی.

په واڼه کې پولیټيکل انتظاميې ځينو سرچینو بي بي سي ته ویلي، پرون شنبه ځينو وسله والو طالبانو هلته د ځينو ځوانانو له سرونو د پښتین خولۍ غورځولې وې او اور يې ورته کړی و، د سرچینو په خبره دې طالبانو اخطار هم ورکړی و، چې نه به د پښتین ملګري کوي او نه به يې هم خولۍ پر سر کوي.

د سرچینو په خبره نن ماسپښین د واڼه په کړي کوټ سیمه کې د تېلو پر یوه پمپ د منظور د پلویانو او وسله والو ترمنځ تودې خبرې شوې، چې وروسته ورباندې د وسله والو له لوري ډزي شوې دي. د تېلو دغه پمپ د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه مخکښ علي وزیر دی.

 

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين د دغه برید غندنه کړې او پر خپله ټيوټر پاڼه يې لیکي، چې دغه برید د "ښو طالبانو" له لوري شوی، چې د ده په خبره د "پاکستان د پوځ او استخباراتو ملاتړ" ورسره دی.

د سیمې د ځايي وګړیو په خبره په واڼه او شاوخوا سیمو کې له کلونو راهیسې ځينې وسله وال فعال دي، چې د دوی په خبره په سیمه کې يې ولس "ښه طالبان" بولي او دغه طالبان چې د دوی په خبره د پاکستان له استخباراتو سره يې روغه کړې، په ښکاره وسلې ګرځوي.

دغه وسله وال چې د قومندان عین الله په مشرۍ کې فعاله دي، د ځايي وګړیو په خبره له څو اونیو راهیسې يې په واڼه او شاوخوا سیمو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ضد فعالیت پېل کړی او ځايي وګړيو ته له غورځنګه لېرې اوسېدو امرونه کوي.

بي بي سي د واڼه له پوليټيکل ایجنټ سهېل خان او د هغه مرسیتال کامران خان خټک ته د پېښې په تړاو بیا بیا زنګونه ووهل، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

په واڼه کې د پولیټيکل انتظاميې سرچینو په خبره دواړه په سیمه کې نشته.