په علي وزیر برید او د منظور پښتین خبرداری

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

منظور پښتین د پاکستان ادارو ته خبردارې ورکړېدی چې هغوي که هر ډول ظلم هم وکړي، د ناکامۍ سره به مخ کیږي.

د پاکستان د خیبر پښتونخوا د وزیرستان په سیمې کې طالبانو د پښتون ژغورنې د تحریک په یو مخکښ مشر علي وزیر او په عام ولس ډزې کړیدي چې تراوسه پورې پکې په لسگونو کسان زخمیان دي. د زخمیانو دقیق شمیر لا تروسه ندی معلوم خو منطور پښتین په خپله وینا کې ادعا کړې چې تروسه لس تنه وژل شوې او دیرش رخمیان دي

.

ځایي سرچینو د امریکا غږ ډیوه راډیو ته ویلي چې طالبانو نن د یکشنبې په ورځ د پښتون تحریک په مشر علي وزیر طالبانو د واڼا په سیمې کې ډزې وکړې، دغه برید نیم ساعت دوام وکړ خو علي وزیر ترینه روغ وتلی دی. په دغه برید کې شاوخوا لس تنه زخمیان شویدي او ځایي روغتون ته انتقال شویدي.

د دغې پیښې نه وروسته منظور پښتین په خپل فیس بک په یوې لایو وینا کې د پاکستان ادارو ته خبردارې ورکړ چې مونږ پوهه یو چې طالبان څوک دي، دوي چې څه هم کوي، ماتې به خورئ، شکست به یو مقدر وي.

منظور وویل د پاکستان ټولې ادارې په ترهگرۍ کې ککړې دي، هغه وویل "د دوي لاسونه د پښتونو په وینو ککړ دي. پي ټي ایم د امن لپاره تحریک شروع کړیدی چې د پاکستان اساسي قانون یې اجازه ورکوي. خو دوي ترهگر ترهگر کوي. د پاکستان ادارو خپل ظلم ته دوام ورکړیدی."

هغه وویل چې د خلکو په مخکې پوځیان د طالبانو شاته ولاړ و او په خلکو یې ډزې وکړی.

"د پاکستان د ټولو لویه اداره پوځ، دوهمه لویه اداره طالبان او بیا آی ایس آی او رینجرز دغه کارونه کوي. چې پښتنو د سولې لپاره مبارزه پیل کړه نو دوي ورته بیا دا چل شروع کړ."

منظور پښتین د نړۍ د ټولو پښتنو نه یو ځلې بیا غوښتنه وکړه چې د وروستیو پیښو په ضد دې احتجاج وکړي.

له بلې خوا د پاکستان جیو ټلویژون رپورټ ورکړیدی چې په پیښور کې د نامعلونو کسانو په ډزو کې دوه تنه وژل شویدي.