"کابل او اسلام اباد د سولې بهیر پر پرمختګ هوکړې ته رسېدلي"

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې پاکستان او افغانستان په راتلونکو ورځو کې د سولې د بهیر پر مخ وړلو لپاره " د مشخصو کړنو پر پلي کولو" هوکړې ته رسېدلي دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي، پاکستان ته د افغان پلاوي په سفر کې دواړو لوریو د سولې بهیر د پر مخ وړلو او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره په ځانګړي ډول په راتلونکو ورځو کې د مشخصو اقداماتو د عملي کولو پر سر هوکړه وکړه.

هغه خبرپاڼه چې دوشنبه د مۍ ۲۸مه، د افغانستان د ملي امنیت شورا له دفتره خپره شوې، پکې راغلي "د سولې د بهیر په اړه تر ټولو مهمه ګډه موضوع داده چې د سولې اوسنۍ پالیسي هیڅ بهتر بدیل نه‌ لري، خو هغوی چې د سولې انتخاب نه لري

په ګډه به له مشخصو اقداماتو سره مخامخ شي".

د افغانستان د ملي امنیت شورا په خبرپاڼه کې د دواړو لوریو له خوا راتلونکې ترسره کېدونکې کړنې نه دي په ګوته شوي.

په وروستیو کلونو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ بې باوري ډېره شوې ده. دواړه لوري یو بل تورنوي چې پخپل قلمرو کې د دوی له مخالفو وسله والو ملاتړ کوي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور زیاتولو په پار د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو "د سولې او پیوستون لپاره د عمل پلان" باندې کار وکړ.

تېره ورځ د مۍ ۲۷مه د افغانستان د ملي امنیت شورا مشاور حنیف اتمر، د کورنیو او دفاع چارو وزیران، د ملي امنیت لوی مشر او نور اړوندو چارواکو د پاکستان د لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي په رسمي غوښتنه دغه هېواد ته تللي دي.

د ښاغلي اتمر دفتر دا هم ویلي، هوکړه شوې چې د دواړو لوریو له خوا به کاري کمېټې خاص همغږي کوونکي وټاکي او د دغو کمېټو د عملي فعالیتونو له پر مخ وړلو څخه به د دواړو هېوادونو رهبري مستقیمه څارنه کوي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا له دفتره د خپرې شوې اعلامیې پر بنسټ، په امنیتي برخه کې هوکړه وشوه چې دواړه لوري به "د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان" کې راغلې ۶۶ فقریزې ژمنې چې د د دواړو غاړو ترمنځ د همکارۍ هر اړخیز مهم او جامع چوکاټ دی، د عملي کولو لپاره يې ژر تر ژره مشخص ګامونه واخلي.

په پام کې ده د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په بلنه به راتلونکو ورځو کې د پاکستان لوی درستیز جنرال باجوه افغانستان ته سفر وکړي.

د عمل پلان ۷ اصول

د ملي امنیت شورا د سلاکار د ټوېټر له مخې، افغان ولسمشر د پاکستان له لومړي وزیر سره وروستۍ لیدنه کې د سولې او پیوستون لپاره د افغان- پاک عمل پلان پر لاندې اوو اصولو هوکړه کړې ده.

۱ - پاکستان د افغانانو په مشرۍ او افغانانو په ملکیت د سولې او پخلاینې ملاتړ کوي.

۲ - دواړه لوري د هغو فراریانو او نه پخلا کېدونکو عناصرو پرضد اغېزناک ګامونه پورته کوي چې یو د دغو هېوادونو امنیت ته ګواښ پېښوي.

۳ - دواړه لوري ژمن دي چې خپله خاوره به یې د کوم بل هېواد، شبکې، ډلې یا فرد له خوا د مقابل هېواد د حکومت ضد چارو لپاره نه کارېږي.

۴ - د توافق شویو اصولو د پلي کولو لپاره باید د اړیکو د مدیرانو له لارې د ارزونې او همغږۍ او تثبیت ګډ میکانیزم جوړ شي.

۵ - دواړه هېوادونه د یو بل سیمه کې د ځمکني او هوايي تاوتریخوالي مخنیوي ته ژمن دي.

۶ - دواړه لوري د عامه تورونو لوبې د مخنیوي او اندېښمنوونکو او جنجالي مسلو ته د ځواب ویلو لپاره د سولې او پیوستون لپاره د افغان- پاک عمل پلان (APAPPS) د همغږۍ میکانېزم کاروي.

۷ - د سولې او پیوستون لپاره د افغان - پاک عمل پلان د پلي کولو او د پورتنیو اصولو د پلي کولو لپاره کار ډلې او همغږۍ میکانیزم جوړوي.