د افغانستان يو شمېر سياسي ګوندونو د ټاکنو نظام د بدلون غوښتنه کړې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان اته ویشتو سیاسي ګوندونو یوځل بیا د ټاکنو د نظام د بدلون غوښتنه وکړه. دوی وایي، رایه باید د لېږد وړ وي چې د ګوندونو کاندیدان وکولی شي خپلې ترلاسه کړې رایې یو د بل په ګټه وکاروي.

د ټاکنو کمیسیون بیا وایي، پر وړاندې یې د پراته قانوني خنډ له امله نه شي کولی د ګوندونو وړاندیز پلی کړي.

د جمعیت اسلامي، حزب اسلامي، وحدت اسلامي، د خلکو وحدت، جنبش اسلامي، افغان ملت او څه باندې شلو نورو ګوندونو استازي دا ځل د خپلو غوښتنو لپاره د ټاکنو کمیسیون مخې ته ټول شوي وو

.

ټاکنو کې ګوندونو ته ونډه ورکول، د لېږد وړ رایو سیستم رامنځ ته کول، رڼې او د حکومت له فشار پرته ټاکنې او کډوالو ته په کې د ګډون اسانتیاوې برابرول د ګوندونو بنستیزې غوښتنې دي.

دغه غوښتنې په یوه شپږماده ییز پریکړه لیک کې راټولې شوې وې.

د حزب اسلامي استازی او د ولسي جرګې غړي عبیدالله بارکزی وايي، "د دې لپاره چې د خلکو رايې بې ځايه نشي او په رايه کې بېځايه مداخله ونشي ټول افغانان که د افغانستان دننه او که بهر دي بايد د احزابو د فهرست له لارې خپلې رايې استعمال کړي. هر څوک کولی شي چې د خپل حزب له فهرست څخه رايه ورکړي".

د افغانستان د ټاکنو کمیسیون د اعلان پربنسټ پارلماني ټاکنې به د تلې میاشتې پر ۲۸ مه ترسره کېږي.

افغانستان کې دا مهال د رایې سیستم واحد او رایې د لېږد وړ نه دي. د ګوندونو غوښتنه دا ده چې دا سیستم باید تناسبي شي، هغه په دې معنی چې یو ګوند به په یوه ټاکنیزه حوزه کې د ترلاسه شویو رایو په تناسب استازي ولري.