د پاکستان د پوځ مشر کابل ته ځي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، ولسمشر محمداشرف غني د پاکستان له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه څخه غوښتي، چې کابل ته سفر وکړي.

د دغې شورا ویاند قادرشاه امریکا غږ آشنا ته وویل، چې دا بلنه پاکستان ته د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د سفر پر مهال شوې ده.

ښاغلي قادرشاه کابل ته د جنرال باجوه د سفر کره نیټه څرګنده نه کړه خو وې ویل "دا هم د عمل د پلان تعقیبي ناستې دي، د عمل په پلان کې د افغانستان او پاکستان ټول هغه موضوعات چې دوی فکر کوه د یو بل پر وړاندې یې لري، ځای پر ځای شوي دي، په همدې موضوعاتو خبرې کیږي

".

د پاکستان پوځ هم په یو بیان کې ویلي، چې جنرال باجوه کابل ته د افغان ولسمشر بلنه منلې ده او ټاکل شوې چې ښاغلی باجوه په راتلونکو ورځو کې کابل ته سفر وکړي.

دوه اړخیزې هوکړې

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر د یکشنبې په ورځ د یو جیګپوړي حکومتي پلاوي په مشرۍ پاکستان ته سفر وکړ او د دغه هیواد له پوځي او ملکي چارواکو سره یې، د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د 'سولې او پیوستون د عمل پلان' د تطبیق پر څرنګوالي خبرې وکړې.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند قادرشاه وايي، چې د دواړو خواو ترمنځ د سولې او پیوستون د عمل پلان د تطبیق په برخه کې یو لړ پرمختګونه شوي دي او ژر به د دغه پلان د عملي کولو لپاره د دواړو هیوادونو کاري کمیټې فعالیت پیل کړي.

هغه وویل "دا کمیټې به په راتلونکو لسو ورځو کې هم تشکیل شي او هم به په فعالیت پیل وکړي".

د پاکستان پوځ هم په یو بیان کې ویلي، چې دواړو خواو په دې لیدنه کې، د عمل پلان د کاري کمیټو د جوړولو لپاره د جدي هڅو پر پیلولو ټینګار کړی دی.

په بیان کې راغلي، چې دواړه خواوې دې د امنیتي همکاریو د پیل او د تروریستي بریدونو د مخنیوي لپاره، عملي ګامونه پورته کړي.

د پاکستان لوی درستیز قمر جاوید باجوه ویلي، چې ناامنیو دواړو هیوادونو ته زیان رسولی او په سیمه کې د امنیت د ټینګولو او د "دښمن د ځپلو" لپاره باید دواړه خواوې په ګډه کار وکړي.

ښاغلي باجوه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باور د فضا پر رامنځ ته کولو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې دواړه خواوې باید هیچا ته د یو بل پر ضد حتی د خپلې "یو انچ خاورې" د کارولو اجازه ورنکړي.