چین له خپلو مسلمانانو څخه غوښتي چې په جوماتونو دې ملي بیرغونه پورته کړي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په چین کې تر ټولو سترې اسلامي ټولنې له ټولو جوماتونو څخه غوښتي چې د مسلمانانو ترمنځ د هېوادنۍ مینې د غښتلتیا لپاره دې ملي بیرغونه پورته کړي، پداسې حال کې چې کمیونیسټ ګوند هڅه کوي په مذهب باندې خپل کنټرول زیات کړي.

د فرانس پرس خبري رسنۍ په یو راپور کې لیکلي دي، یادې ټولنې دغه خبره په هغه لیک کې کړې ده چې د خالي یا شنبې په ورځ یې په خپلې انټرنیټي پاڼې باندې خپور کړی دی.

د چین اسلامي ټولنه (چاینا اسلامېک اسوسېشن) حکومت پورې تړلې یوه اداره ده چې جوماتونو ته د امامانو د ټاکلو بشپړ واک لري

.

چین په دې وروستیو کې د مذاهبو د تنظیم یو قانون هم په داسې حال کې جوړ کړ چې د بشري حقونو ځینو ډلو د مذهبي ازادیو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.
په دغه نوي قانون کې غیرقانوني مذهبي فعالیتونو لپاره سزاګانې او د سخت دریځۍ د مخنیوي لپاره د مذهبي څار چارې زیاتې شویدي.

په یاد لیک کې راغلي دي، چې په جوماتونو کې باید د چین اساسي قانون ،نور اړین قوانین او چینايي کلتور هم ولوستل شي.

په لیک کې وړاندې راغلي دي چې ددغو نویو اصولو د پلې کېدو موخه داده چې په جوماتونو کې د عبادتونو سربېره خلک د هېواد له قوانینو او سیاستونو سره هم بلد شي.

اسلام په چین کې د کمیونسټ ګوند لخوا د رسمي مذهب په توګه منل شوی او په دغه هېواد کې تر ۲۳ میلیونو زیات مسلمانان ژوند کوي خو په دوی باندې محدودیتونه ورځ تر بلې زیاتیږي.

په چین کې زیات مسلمانان په شمال لویدیځ ایالت زینجیانګ کې اوسېږي چې اکثره یې ایغوري مسلمانان دي چې په لږکیو کې شمېرل کیږي.

په دغه ځای کې د ږېرو په پرېښودلو او په عامه ځایونو کې په لمونځ کولو بندې بندیز لږېدلی.

په زینجیانګ کې د چین د نورو سیمو په پرتله زیات پولیس ښکاري او چارواکي یې دلیل د ترهګرو او جلاوطنو مخنیوي په ګوته کوي او پولیسو پکې په لسګونو زرو ایغوریان بندي کړي هم دي.

ځینې څېړونکي بیا دې سیمې ته د ازادې هوا د زندان نوم ورکړی.