د چابهار بندر درې تړونونه وځنډول شول

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

له شپږو نړیوالو قدرتونو سره د ایران له اتومي تړون د امریکا وتلو او پر تهران د واشنګټن نویو اقتصادي بندیزونو د چابهار بندر پروژه هم له خطر سره مخ کړې ده.

رویټرز خبري اژانس وايي، د افغان اقتصاد پیاوړي کول د خپل بهرني ماموریت د پای ته رسولو لپاره د امریکا یو مهم هدف و.

افغانستان، هند او ایران تېر کال درې اړخیز تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې کابل او ډېلی د ایران د چابهار بندر له لارې را کړه ور کړه کولی شي

.

چابهار بندر د عمان خلیج شمالي څنډه او د هورمز تنګي اوږدو کې پروت دی.

دغه بندر افغانستان او منځنۍ اسیا ته د توکو لېږدولو لپاره هند ته د یوې دروازې د پرانستلو او د اصلي سیال پاکستان لرې کولو کې مهم رول لري.

دا ډول افغانستان- چې په وچه اسار هېواد دی او د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې سوداګري کوي- چابهار بندر ته له نړۍ سره د را کړې ور کړې د بدیلې لارې په سترګه ګوري.

د هند دریځ

خو رویټرز خبري اژانس وايي، د امریکا وروستۍ پرېکړه نه یوازې پر پاکستان د افغانستان تکیا نه ختموي بلکې پر پاکستان د واشنګټن هغه فشار هم کمزوری کوي چې پر دغه هېواد یې په خپله خاوره کې د ترهګرو د پتنځایونو د له منځه وړلو لپاره اچوي.

له شپږو قدرتونو سره د ایران له اتومي تړون وروسته له تهران اقتصادي بندیزونه لرې یا وځنډول شول او دې چارې هند وهڅاوه چې د دغه بندر د پراختیا چټکولو لپاره پنځه سوه میلیون ډالر ځانګړي کړي.

خو اوس چې امریکا بیا له دغه تړون وتلې او پر ایران نوي اقتصادي بندیزونه لګوي، نو بانکونه یې له سختو شرایطو سره مخ کړي دي

دوی ښايي له ایران سره د معاملې د پایلو له وېرې په چابهار بندر کې له پانګونې لاس واخلي.

یو هندی ډيپلوماټ وايي، "د ولسمشر ټرمپ پرېکړې موږ د دې پروژې د پیل ټکي ته ستانه کړو او باید د دې تړون شرطونو ته بیاکتنه وشي".

د هغه په خبره، د چابهار پروژه د هند، ایران او افغانستان سوداګري بدلولی شي، خو اوس هرڅه له بې باوره حالت سره مخ دي.

افغانستان څه وايي؟

چابهار پروژې ته یوه نژدې سرچینه وايي، د دې بندر د بېخ بنسټو د جوړولو لپاره لږ تر لږه درې تړونونه ځنډول شوي او دا ډول دوه چینايي شرکتونه او یوه فنلنډۍ ډله د رخصتېدلو په حال کې دي.

"بانکوال هم له ضمانتونو تاییدېدلو مخکې د واشنګټن د دریځ روښانېدل غواړي".

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ خونې اجرايي مشر عتیق الله نصرت له رویټرز سره خبرو کې وايي، لا هم نه پوهېږي چې له اتومي تړون

"موږ تراوسه په دې تړاو هېڅ نه دي اورېدلي، ځکه باید صبر وکړو چې ووینو څه پېښېږي".

تېر نومبر کې د هند د غنمو لومړۍ جوپه د ایران د چابهار بندر له لارې افغانستان ته ورسېده.

دا ۱۲۵ زره مټریک ټنه غنم د دغو دریو هېوادونو د ستراتیژیکو همکاریو له مخې افغانستان ته ولېږدول شول.

نږدې دوه اونۍ وړاندې ښاغلي ټرمپ رسماً امریکا د ایران او شپږو نړیوالو قدرتونو له اتومي تړون و اېسته.

هغه داسې فرمان لاسلیک کړ چې پر بنسټ یې پر ایران هغه بندیزونه بیا لګېږي چې د دې تړون له مخې ځنډول شوي وو.

د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي، د امریکا تر وتلو وروسته لا هم تهران تر هغه له دې تړون نه وځي، چې د واشنګټن پایلې یې ارزولې نه وي.