لېوال: د فاټا په اړه فیصلې ته باید د افغانستان منظوري هم واخیستل شي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو پخوانی مرستیال وایي چې که چېرته پاکستان غواړي فاټا قبایلي سیمې د خیبرپښتونخوا صوبې سره یوځای کړي، نو په کار ده چې له افغانستان سره سلا مشوره وکړي.

په پام کې ده چې د پاکستان پارلېمان، د مې میاشتې پر ٢٣مه نیټه، د دغه هېواد په آئین کې د دېرشم بدلون پر قانون بحث وکړي او ښایي هغه منظور کړي. په آئین کې د دغه نوي بدلون پر اساس به، فاټا سیمې د خیبرپښتونخوا په صوبې ورگډې شي.

افغانستان، فاټا ته د آزادو قبایلو په سترگه گوري او پخوا یې په وزیرستان کې د پاکستاني ځواکونو پر شتون هم کلک اعتراضونه کړي و. خو تر اوسه له خیبرپښتونخوا سره د فاټا د گډیدو د پلان په اړه د افغانستان حکومت کوم رسمي بیان نه دی جاري

کړی.

د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو مخکېني مرستیال، عبدالغفور لېوال، چې یوه موده د دغه وزارت سرپرست هم پاته شوی و، امریکا غږ ته وویل چې د تاریخي پس منظر پر بنسټ، آزادې قبایلي سیمې چې په پاکستان کې د فاټا په نامه یادیږي، باید خپل سیاسي او حقوقي وضعیت وساتلی شي.

ښاغلي لېوال د افغانستان او پخواني برطانوي هند ترمنځ لاسلیک شوي معاهدې یا تړون ته اشاره وکړله او ویې ویل: «له تاریخي پلوه، هغه هوکړه (معاهده) چې د راولپنډۍ د هوکړې په نامه یادیږي، او د انگریزانو د وخت هوکړه ده، په هغه کې په صراحت سره ویل شوي دي چې په فاټا یا په قبایلي ایجنسیو کې هر ډول تغییر به د دواړو حکومتونو، یعنې د افغانستان حکومت او په هغه وخت کې د برطانوي هند حکومت تر توافق وروسته کیږي.»

د افغانستان د حکومت دغه پخواني غړي زیاته کړله چې که چیرته د فاټا په سیاسي او حقوقي وضعیت کې کوم بدلون هم راځي، نو په کار ده چې د افغانستان او پاکستان دواړو هېوادونو ریاستونه پرې هوکړه وکړي او بل دا چې د خلکو نظر هم په پام کې ونیول شي.

لیوال امریکا غږ ته وویل: «هر ډول تغییر خو اول د افغانستان د حکومت له رسمي هوکړې وروسته ممکن دی. په دویم قدم کې، د افغانستان حکومت او د افغانستان خلک به هم په همدې نظر وي چې تر ټولو مهمه، ددې سیمې د خلکو رسمي نظر دی. او هغه رسمي نظر، په دغسې نظامي اتموسفیر کې ناممکنه ده. تاسو پوهیږئ چې هلته تر اتیا زرو ډیر پوځي ځواک پروت دی.»

خو بل پلو، د پاکستان د سپریم کورټ یو وکیل او د قامي وطن پارټي سیاستوال، سلیم خان، وایي چې د افغانستان خلکو ته نه ده په کار چې په داسې موقع کې خپل مخالفت وښایي.

سلیم خان له امریکا غږ ـ ډېوه سره په مرکه کې وویل: «دا د پښتنو، د افغانانو قومي وحدت ته یوه لاره جوړیږي. دا ډیره ښه خبره ده، د دې ملگرتیا په کار ده. په دې کې ډکي وهل نه دي په کار چې دا معاهده شوې وه، دا معاهده شوې وه...»

سلیم خان زیاتوي چې پښتانه درې ځایه ویشل شوي، او که دا درې برخې پښتانه یو ځای کېدای شي، باید ورسره ملگرتیا وشي. سلیم خان همدا راز زیاته کړه چې "د خیبر، د اورکزو، د باجوړ، د کورمې، د وزیرستان عام ولس ټول" په دې فیصله خوشحاله دي چې فاټا دې په خیبرپښتونخوا ورگډ شي.

په پاکستان کې ډېر گوندونه د فاټا په اړه د آئین د بدلېدو پلویان دي خو جمعيت علمأ اسلام (ف) او پښتونخوا ملي عوامي ګوند بیا وایي چې د فاټا د راتلونکې په اړوند چې هره فیصله کیږي، نو بايد د سيمې د استوګنو نه پرې تپوس وشي.