د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپېیو وویل "امریکا به په تاریخ کې تر ټولو کلک بندیزونه پر ایران ولګوي".
د امریکا پلازمېنې واشنګټن کې د خبرو پر مهال ښاغلي پومپېیو وویل، امریکا به دا خبره پخه کړي چې تهران هېڅکله اټومي وسلې ته لاسرسی نه مومي.
نوموړي د ایران مشرتابه ته د ولس شرطونه وړاندې کړل چې له سوریې د ټولو ځواکونو ایستل، په افغانستان کې د طالبانو له ملاتړه لاس اخیستل او په یمن کې یاغیانو ته د مرستو بندول یې برخه دي
.
دا کار له ایران سره د نړیوالو ځواکونو له اټومي تړون نه د امریکا د وتلو په اړه د ولسمشر ټرمپ تر اعلان وروسته کېږي.
ښاغلي پومپيو وويل، "ايران بايد د اتومي وسلو پروګرام د تل لپاره بند کړي، د اتومي انرژۍ د سازمان استازو ته له قيد او شرط پرته اجازه ورکړي چې په ايران کې د توغنديو سيمې ووينې. ټول امريکايي بنديان دې خوشي کړي. له سوريې څخه دې خپل ځواکونه وباسي او د عراق د ځمکۍ بشپړتيا درناوی دې وکړي".
ښاغلي پومپيو وویل بندیزونه یوازې هغه مهال لېرې کېدای شي چې واشنګټن د تهران په تګلارو کې پایېدونکی بدلون وویني.
نژدې دوې اوونۍ وړاندې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ امريکا د ايران له اتومي تړونه وايسته، خو اروپايي هېوادونو له ايران سره اتومي تړون يوه غوره لاره بلله، چې د ايران د اتومي وسلو د جوړولو مخه ونيسي.