جلال اباد؛ لوبغالي کې ۳ چاودنو ۸ کسان ووژل او ۴۳ ټپیان کړل

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې دریو چاودنو د شنبې په شپه لوبغالي کې اته کسان ووژل او ۴۳ نور یې ټپیان کړل.

پېښه د ښار لومړۍ ناحیه کې بهسودو پله ته څېرمه کرېکټ لوبغالي کې تېره شپه د رمضان کپ سیالیو کې شوې ده، چې له دریو ورځو راهیسې روانې وې.

رمضان کپ سیالۍ له تېرو څو کلونو راهیسې د روژې په راتلو سره پیلېږي، خو له تېر سره یې توپیر دا و چې سږنیو سیالیو ته لوبغالی په ښه ډول جوړ شوی دی

.

ویل کېږي د لوبغالي د روښانولو لپاره نوي څراغونه او نور وسایل را وړل شوي وو.

په رسمي توګه ویل کېږي چې درې چاودنې شوې دي، خو ځینې رپوټونه وايي چې یوه مرمرۍ دغه لوبغالي ته توغول شوې، خو تایید شوې نه ده.

په سیمه کې د بي بي سي خبریال ذبیح الله رحیمزي ته ځینې لیدلو کتلو ویلي چې لومړۍ چاودنه د لوبې د کمېنټري بکس سره شوې.

"بله چاودنه په ریکشه کې د اېښودل شویو باروتو له امله دروازه کې شوې او دریمه هم په ویاله کې د اېښودل شوې مرمۍ د توغېدو له امله شوې ده".

د ننګرهار د ټول روغتیا ریاست ویاند انعام الله میاخېل بي بي سي ته وویل، چې ۴۳ ټپیانو او اتو شهیدانو مړي ور وړل شوي دي.

د نوموړي په خبره، په وژل شویو کې هدایت الله ظهیر هم دی چې د دغو لوبو تنظیموونکی او بېلا بېلو خیره چارو کې یې برخه درلوده.

په دې پېښه کې د لغمان د شاروالۍ مرستیال ډاکټر نېکمل هم وژل شوی دی.

د پېښې ۳۵ ټپیان بستر دي او نور روحصت شوي دي.

روغتیايي چارواکي وايي د ۷ ټپیانو حالت نازک دی.

وسلوالو طالبانو د اعلامیې خپرولو سره ویلي چې دې پېښه کې لاس نه لري.

دا پېښه په ننګرهار کې پر مستوفیت د تېرې اونۍ له برید څو ورځې وروسته دی.

په هغه برید کېلس کسان ووژل او ۴۲ نور ټپیان شول.