د فلسطنیانو د دفاع لپاره د نړیوال ځواک د جوړېدو غوښتنه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ترکيه کې د اسلامي هېوادونو جرگه شويو مشرانو د فلسطينيانو د دفاع لپاره د يوه نړيوال ځواک د جوړېدوغوښتنه وکړه.

د اسلامي هيوادونو همکارۍ ټولنې اسراييل تورن کړ چې د دوشنبې په ورځ يې په لوى لاس لږترلږه ٦٠ فلسطيني احتجاج کوونکي ووژل.

استانبول کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ ټولنې بېړنۍ غونډه په استانبول کې وروسته له هغه جوړه شوه چې تېره دوشنبه ٦٠ فلسطيني احتجاجيان په غزه کې له اسراييلو سره پولې ته نژدې د اسراييلي ځواکونو په ډزو ووژل شول

.

د سرمشريزې گډونوالو د يوې وينا پاڼې په خپرولو د فلسطيني ولسي وگړو وژنه په لوى لاس تر سره شوي قتلونه وبلل.

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ ټولنې غړي وايي د فلسطينيان نړيوال ملاتړ ته اړتيا لري.

دوی د داسې يوه ځانگړي ځواک د جوړېدو او سيمه کې يې د ځاى پر ځاى کېدو غږ کړى چې فلسطينيان خوندي وساتي.

"د نازیانو په څېر ظلم"

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان چې دغې غونډې ته يې وينا کوله غزه کې د فلسطينيانو پر وړاندې د اسراييلو چلند د نازيانو هغه ته ورته وباله.

"د هغو زامن چې په دویمه نړیواله جګړه کې په پنډغالو کې ډول ډول شکنجه کېدل، نن پر فلسطنیانو داسې بریدونه کوي چې نازیان یې شاته پرېښودل".

د ښاغلي اردوغان په خبره، له یهودیانو سره اروپا کې ۷۵ کاله مخکې ظلم نن په غزه کې پر فلسطنیانو له کېدونکي ظلم سره توپیر نه لري.

نوموړي د اسراییل حکومت ترهګر وباله او زیاته یې کړه، امریکا په امنیت شورا کې په ویټو سره د اسراییل ضد د هر ډول پرېکړه لیک مخه نیسي، خو دا مسله به د ملګرو ملتونو عمومي جرګه کې تعقیب شي.

د ولسمشر غني خبرې

افغان ولسمشر اشرف غني هم د اسلامي هېوادونو سرمشریزه کې ګډون درلود.

د ارګ د ټوېټ له مخې افغان ولسمشر ویلي، موږ د يوې تراژيدۍ له امله سره راټول شوي يو، ځکه چې د فلسطين ولس د خپلو اساسي سياسي او بشري حقونو لپاره مري.

په یو بل ټویټ کې د ولسمشر غني له خولې ویل شوي، د فلسطين د خلکو غم او درد موږ دلته سره را غونډ کړي يو:

"دوی له موږ څخه يوازې خواخوږي نه غواړي بلکې د عزت ژوند ته د بېرته ګرځېدو لپاره زموږ ملاتړ غواړي".

هغه دا هم ویلي چې په تېرو اونيو کې د فلسطين د وګړو پرتله ډېرو افغانانو خپل ژوند له لاسه ور کړی دی:

"خو ما اړینه وګڼله چې د خپلو خلکو په استازيتوب د فلسطين له خلکو سره د همدردۍ او خواخوږۍ لپاره په دغه غونډه کې ګډون وکړم".

د نوموړي په خبره، د فلسطين مسلې ته د رسيدګۍ او د اسراییلو او عربو ترمنځ د کړکېچ د حل لپاره بايد تلپاتې حل لارې ولټول او په دې هکله بايد تلپاتې او اغېزناکې هلې وشي.

وروستۍ وژنې ولې وشوې

.

بیت المقدس ته د امریکا د سفارت لېږدولو په غبرګون کې فلسطنیانو مظاهرې وکړې چې له امله یې اسراییلي ځواکونو تر ۶۰ فلسطنیان ووژل او نږدې ۲۸۰۰ یې ټپیان کړل.

د اسلامي هېوادونو د سرمشريزې په وينا پاڼه کې د ولسمشر ټرمپ پر ادارې هم د فلسطينيانو په وژنه کې د لاس درلودلو تور پورې شوى دی.

دوی دا هم ویلي، چې بيت المقدس ته د امريکا د سفارت په لېږدولو يې اسراييلی حکومت لا زړور کړ.

خو اسراييل بيا حماس تورنوي چې احتجاجونه يې سمبال کړي او د ولسي وگړو ژوند له خطر سره مخامخوي.

اسراييلي چارواکي وايي حماس د احتجاجونو په پلمه اسراييلو ته د ننوتو او هلته د بريدونو د ترسره کولو هڅه کوي.