آیا ایران د فراه په جگړه کې لاس درلود؟

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د امریکا د دفاع وزارت وايی دا امکان له سترگو نشي غورځولی چې د فراه پر ښار باندې د طالبانو په برید کې ایران د طالبانو ملاتړ کړی دی.

د پنتاگون ویاندې دانا وایټ، د خبریالانو سره په خبرو کې د طالبانو نه د ایران د ملاتړ په اړوند د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې ایران په سیمه کې د بې ثباتۍ له عواملو څخه دی.

میرمن وایټ وویل "زما په اند مونږ هیڅکله نشو کولای دا موضوع رد کړو چې څومره ایران پدې منطقه کې لاسوهنه کوي. ایران په منځني ختیځ کې د بې ثباتۍ ستر عنصر گڼل کیږي، له دې کبله زه فکر نه کوم چې هیڅکله به وکړای شو د ایران د

زیان رسولو امکان رد کړو."

د امریکا د دفاع وزیارت د ویاندې څرگندونې پداسې حال کې کیږي چې د فراه ولایت د امنیه قوماندان جنرال فضل احمد شیرزاد، د چهارشنبې په ورځ وویل چې ایران پدې ولایت کې د طالبانو ملاتړ کوي.

جنرال شیرزاد زیاته کړه "ایران په مستقیمه په فراه کې طالبان تجهیز او تمویلوي او هغه هیواد ددې ولایت په وروستیو نا ارامیو کې ښکیل دی". هغه ټینگار وکړ چې د فراه ولایت ایران ته ډیر مهم دی.

د سه شنبې په ورځ په سلگونو طالب جنگیاليو د فراه پر ښار برید وکړ چې د افغانستان د پوځي ځواکونو د ځمکنیو حملو او د افغان او امریکایي الوتکو د هوایي ملاتړ له ښار په شا وتمبول شول.

د افغانستان د سرحدي قواو پخوانی قوماندان گل نبي احمدزي د امریکا غږ سره په مرکه کې وویل چې د طالبانو نه د ایران ملاتړ "پټه خبره" نده.

ښاغلي احمدزي وویل "ایران په مستقیمه توگه دخیل دی او د {ایران د اسلامي انقلاب} سپاه پاسداران په فراه کې جگړه رهبري کوي."

د ښاغلي احمدزي په وینا روسیه، پاکستان او ایران "په سیمه کې یو نامقدس ائتلاف جوړ کړی چې خپلې گټې د افغانستان په کمزورتیا کې لټوي. هغوی غواړي چې زمونږ امنیت او حکومت مدیریت کړي او نشي کولای چې د افغانستان نه د امریکا ملاتړ وزغمي او هغوی په افغانستان کې د امریکا شتون نه غواړي.

د ایران، روسیی او پاکستان هیوادونه ټولو په افغانستان کې د طالبانو نه د ملاتړ ادعاوی رد کړې دي.

د خلیل پارسا په څیر یو شمیر کارپوهان پدې باور دي چې ایران په افغانستان کې د انکشافي پروژو مخالف دی چې په کې د افغانستان په خاوره کې د اوبو د بند جوړول شامل دي چې که بشپړ شي ایران ته د اوبو جریان ورو کوي.

په وروستیو کلونو کې د ایران ختیځې او د افغانهستان لویدیځې سیمې د وچکالۍ له سختو ستونزو سره مخامخ شوي، هغه وچکالۍ چې خلک یې د خپلو سیمو پریښودلو ته اړ کړي دي.

د ایران حکومت په هرات، فراه او نیمروز ولایتونو کې د اوبو د بندونو د جوړولو په هکله خپله اندیښنه څرگنده کړې ده. دغه ولایتونه د ایران سره په پوله پراته دي.

د ایران جمهور رئیس حسن روحاني تیرکال د یو سیمه ییز کنفرانس په ترڅ کې وویل چې هیواد یې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د بندونو د جوړیدو په هکله چې په هلمند کې د کجکي او په هرات کې د سلما بند پکې شامل دي بې تفاوته نشي پاته کیدای. د هغه په وینا ددغو بندونو جوړیدل د هغه هیواد د خراسان او سیستان ولایتونه متاثر کوي.

له له دې سربیره د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف، د روانې میاشتې په لومړیو کې افغانستان ته خبرداری ورکړ چې د خپل"حق آبۀ" یا د اوبو د حق په اړه به په متقابلو اقداماتو لاس پورې کړي مگ دا چې کابل د ایران غوښتنې په پام کې وساتي.