د تکزاس په یو ښوونځي باندې په برید کې څو کسان وژل شوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د امریکا د متحده ایالاتو د تکزاس ایالت مقامات وایي د یو وسله وال شخص له لورې په یو لیسه ښوونځي باندې په ډزو کې څو تنه وژل شوي او ټپي شوي دي.

د سي ان ان تلویزیوني شبکې د محلي مقاماتو له خولې ویلي چې په دې برید کې لږ تر لږه اته تنه وژل شوي دي.

محلي رسنیو رپوټ ورکړی چې بریدگر پولیسو نیولی او په توقیف کې دی

.

د تکزاس ایالت په سانتافي ښوونځي باندې وسله وال برید پداسې حال کې کیږي چې په متحده ایالاتو کې د څو میاشتو راهیسې د وسلې په کنترول باندې جدي بحثونه روان دي.

د وسلو د کنترول په اړه په امریکا کې دغه بحېونه په داسې حال کې کیږي چې په تیرو دریو کلونو کې وسله والو کسانو پر ښوونځیو، کنسرتونو او شنیو کلپونو ډزې کړي او په سلگونو کسان یې وژلي او ټپي کړي دي.

په یو وروستي برید کې چې د فلوریدا ایالت پر یو لیسه ښوونځي وشو ١٧ تنه زده کوونکي په کې ووژل شول او څه دپاسه ١٠ تنه نور ټپیان شول.

تر اوسه ددغې حملې انگیزه نده څرگنده شوی.

له دې برید دمخه د ٢٠١٧ کال د اکتبر په اومړی نیټه یو وسله وال شخص په لاس ویگاس کې پر یو کنسرت باندې ډزې وکړې او ٥٨ کسه یې ووژل.

همداشان د ٢٠١٦ کال په جون کې په یو شپني کلوب باندې په ډزو کې ۴۹ تنه ووژل شول او ۵۰ تنه نور ټپیان شول.